اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې هرکلی کړی، چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماټیک ماموریت د سفیر کچې ته لوړ کړی دی.
دې وزارت ویلي، چې طالبان به هم په متقابل ډول په اسلام آباد کې خپل شارژدافیر د سفیر کچې ته لوړ کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د کچې لوړوالی گڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پراختيا ته لار هواروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار پرون اعلان وکړ، چې اسلام اباد پریکړه کړې چې له طالبانو سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو کچه د «سفیر کچې ته لوړه کړي».
تر دې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفارت او په اسلام آباد کې د طالبان سفارت د شارژدافیر یا د سفارت د سرپرست له لوري اداره کېدل.
اسحاق ډار لیکلي، چې د پاکستان او طالبانو اړیکې د اپریل له ۱۹مې راهیسې کابل ته د نوموړي تر سفر وروسته مثبت اړخ ته تللې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دې کچې لوړېدل به د تعامل له زیاتېدو، د اقتصاد، امنیت، معلوماتي ټکنالوژۍ، سوداګرۍ او راکړې-ورکړې برخو کې د پاکستان او افغانستان د همکارۍ له لا زیاتېدو سره مرسته وکړي.
تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کې په درې اړخیزه غونډه کې موافقه کړې، چې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کړي او ډیر ژر به سفیران تبادله کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له تیرو دریو کلونو راهیسې ترینګلې دي. د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د فعالیت زیاتوالی د طالبانو سره د پاکستان د کړکیچ اصلي عامل بلل کېږي.
پاکستان په مکرر ډول له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډون د نورو میشتو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.
خو، پاکستانۍ رسنۍ ایکسپرس ټریبیون نن راپور ورکړی، چې پاکستان بالاخره توانیدلی چې طالبان قانع کړي چې د ټي ټي پي پر وړاندې ځانګړي اقدامات وکړي.