اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې د تېر نظام د سیمه ییزو پولیسو یو سرتېری په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې وایي، دا کس یحیی نومېده او تېره ورځ (جمعه، ۹ د غبرګولي) د واما ولسوالۍ د ارچڼو په «پکونا» سیمه کې وژل شوی.
سرچینې د وژل شوي پخواني نظامي د عاملینو او د هغه د وژنې د لامل په تړاو ډیر څه ونه ویل.
بل لور ته د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند دا پېښه تاییدوي، خو زیاتوي چې دا کس د شخصي دښمنۍ په پایله کې وژل شوی دی.
حیدري زیاتوي، چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي، خو دوی یې د نیولو هڅې روانې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورستان په مرکز او ولسواليو کې د شخصي دښمنیو له امله د وژنو ګراف لوړ شوی دی.