close

ننګرهار کې یو ځوان د ډینګي ناروغۍ له امله مړ شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې هغه ځوان د ډینګي ناروغۍ له امله مړ شوی چې یوه ورځ یې واده ته پاتې وه.

د سېمې یو اوسېدونکی مطیع الله وایي، چې د انجینر شعیب په نوم دغه ځوان د «ډینګي» ماشې چېچلی و، خو نن (یکشنبه، ۸ د چنګاښ) یې د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې ژوند بایللی دی.

د هغه په خبره د انجینر شعیب سبا د واده شپه وه، خو نن د «ډینګې» ناروغۍ له امله په ناڅاپي ډول مړ شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې شعیب د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د «سه پای» سیمې اصلي اوسیدونکی و او دا مهال د لغمان پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د وروستي کال محصل و.

هغه وویل: «انجینر شعیب نږدې یوه اوونۍ وړاندې په ځان شکمن و او ویل به یې یو ډول ماشي چېچلی یم، خو تېره شپه پرې سخته تبه راغله او مونږ روغتون ته انتقال کړ هلته ډاکټرانو له نښو نښانو معلومه کړه، چې نوموړی په ډینګي ناروغۍ اخته شوی زیاتې هڅې مو وکړې هغه نن وفات شو سبا یې واده پېلېده خو د ده په کې نصیب نه و شوی.»

له دې څه موده وړاندې په بټي کوټ، غني خېلو، مومندرې او ګوشتې ولسوالیو کې هم د ډینګې ناروغۍ له امله یو شمېر کسانو خپل ژوند بایللی وو.

د ننګرهار روغتیایي چارواکو ویلي، تر اوسه دغه ولایت کې د ډینګي ناروغۍ د ناروغانو ټولیز شمېر نشته، خو یوې روغتیایي سرچینې ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې نږدې شل ناروغان د ننګرهار مرکزي انتاني روغتون ته راوړل شوي دي.

ډاکټران وایي، ډینګي یوه وژنکې ناروغي ده چې د غوماشي په وسېله له یو انسان بل انسان ته انتقالیږي او که پر وخت یې درملنه ونه شي نو د مرګ سبب ګرځي.