close

ننګرهار او لغمان کې «نابینا مېرمنې» له اقتصادي ستونزو کړېږي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر «نابینا» مېرمنې وايي، چې په دې وروستیو څو کلونو کې د وزګارتیا له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو کړېږي.

د ننګرهار اوسېدونکې ګلو جان وایي، له نارینه وو سربېره ښځينه نابینایانې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري، خو د کار کولو زمینه ورته نه ده برابره شوې.

د هغې په خبره که څه هم د تېر جمهوري حکومت پر مهال په دولتي او خصوصي ادارو کې د نابینایانو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه هڅې کېدې، خو پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو سره دا چاره په ټپه درېدلې ده.

ګلو جان زیاتوي: «نابینا ښځې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځکه دوی سره خېریه بنسټونو مرسته نه کوي او نه هم د پخوا په څېر خپل حقوق راکول کېږي، هره نابینا ښځه د کار کولو وړتیا لري که چېرې زمینه ورته برابره شي غوښتنه کوو چې باید مونږ ته د لاسي صنایع او دغه راز په دولتي ادارو کې دندې راکړل شي.»

یو بله نابینا مېرمن بلقیس وایي، چې له دوی سره په دولتي او خصوصي ادارو کې توپېري چلند کېږي او همدا لامل دی، چې نه یوازې دندې نه ورکول کېږي بلکې د حکومتي ادارو له لوري یې لاسنیوی هم نه کېږي.

دغه مېرمن له دولتي او نادولتي بنسټونو چې د نابینایانو برخه کې فعالیت لري، غوښتنه کوي، څو دوی ته د کار او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.
ورته مهال د لغمان مرکز مهترلام اوسېدونکې ۴۰ کلنه شکېلا چې د سترګو لید له نعمت بې‌برخې ده وایي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله د ژوند کړۍ پرې راتنګه ده.

شکېلا وویل: «خاوند مې کراچۍ چلوي او زه څلور کاله کېږي چې د شکرې ناروغۍ له امله مې د سترګو لید له لاسه ورکړی او په سترګو هیڅ نه وینم، اقتصادي ستونزې مو زیاتې دي په خپل ژوند تنګه شوې یم د بوختیا لپاره هم څه کار نشته چې ویې کړم که چېرې موسېسات او نور بنسټونه زما په شان ښځو سره مرسته وکړي، نو په دې سره به زمونږ اقتصادي ستونزې تر ډېره حل شي.»

په همدې حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک لوی رییس مولوي حسین احمد مدني د نابینایانو ستونزې تاییدوي او وايي، دوی هڅه کوي چې له اړوند بنسټونو سره پر همغږۍ نابینایانو او معلولو ته د حرفوي زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

د هغه په خبره دا مهال یې د کډوالو وزارت سره په همغږۍ د لغمان ولایت مرکز اړوند سلطان قاضي بابا په سیمه کې یې د نابینابانو لپاره یو مرکز پرانیستی دی.

د هغه په خبره په دغه مرکز کې به ۳۰ نابینا ښځې د زده‌کړو ترلاسه کولو تر څنګ هره میاشت هرې نابینا ښځې ته ۲۰ زره افغانۍ میاشتنی معاش هم ورکول کېږي.

مدني وویل: «په دې مرکز کې ۳۰ نابینا ښځو ته د حرفوي زده کړو په برخه کې روزنه ورکول کېږي او دغه راز هرې یوې ته به میاشتنی معاش هم ورکول کېږي او دغه راز هڅه کې یو چې دا پروسه د همکارو موسېسو په ملاتړ نورو ولایتونو ته هم وغځوو.»

نابینا مېرمنې وایي، چې دوی په هره برخه کې ښې وړتېاوې لري، خو په وینا یې د کاري زمینې او حرفوي زده‌کړو نشتون له کبله یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار کولو د بندیزونو له امله دمګړۍ په هېواد کې په میلیونونه نجونې له زده‌کړو او کار کولو بې برخې دي.