اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) وایي، چې دوی د جون د ۲۹مې او د جولای د ۵مې ترمنځ د تودوخې د څپې وړاندوینه تاییدوي.
دغه سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې چې کافي اوبه وڅښي، د لوړ عمر لرونکو کسانو، ناروغانو، امیندوارو میرمنو او ماشومانو ته پاملرنه وکړي، د کرنې او ساختماني کارونو په ګډون بهرني فعالیتونه محدود کړي او څاروي په سیوري کې وساتي او اوبه ورکړي.
له دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي و، وړاندویینه کېږي چې د جولای له لومړۍ څخه تر درېیمې نیټې پورې په ټول افغانستان کې د تودوخې شدیده څپه خپره شي.
د دې وړاندوینې له مخې، د افغانستان په ډیری برخو کې به تودوخه د نورمال حد څخه د دوو څخه تر لسو درجو پورې لوړه وي.
یوناما ویلي، چې په سویلي، ختیځو او شمالي سیمو کې د تودوخې د لوړېدو احتمال تر ۴۵ درجه سانتيګراد پورته شته دی.
ورته مهال د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي به سبا له چهارشنبې څخه تر راتلونکې یکشنبې (۱۵ د چنګاښ) پورې تړلي وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت زیاته کړې چې د ښوونځیو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې به راتلونکې دوشنبه (۱۶ د چنګاښ) پیل شي او د دې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.