اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي شیائو یونګ او د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
ده نن (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) پر خپل ایکس پاڼې لیکلي چې په کابل کې یې د دې هیوادونو له سفیرانو سره هم لیدلي دي.
د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې دا لیدنې «د افغانستان په تړاو د سیمهییزې همکارۍ د ګډې ژمنې» څرګندونه کوي.
دا لیدنې له نشیي توکو سره د مبارزې کاري ډلې د درېیمې غونډې او د افغانستان د خصوصي سکتور د ځانګړې کاري ډلې د دویمې غونډې په څنډو کې شوې. د یادونې وړ ده چې دا دواړې غونډې د ملګرو ملتونو په کوربتوب ترسره کېږي.
د طالبانو له بېلابېلو ادارو څخه یو اووه کسیز پلاوی هم په دې غونډو کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی دی.
لا هم څرګنده نه ده چې د ځانګړو هیوادونو له استازو او د طالبانو له پلاوي پرته به په دې غونډو کې نور کوم کسان ګډون کوي.
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې د غړو له حضور پرته د دې غونډو پر اغېز نیوکه کړې او دا یې د طالبانو د عادي کولو هڅه ګڼلې.