close

په ننګرهار، لغمان او سمنګان کې ترافیکي پېښې؛ درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار، لغمان او سمنګان ولایتونو کې په دریو جلا ترافیکي پېښو کې درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، چې نن (پنجشنبه، ۱۲ د چنګاښ) د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند «ګودامو» سیمه کې د یوه ویټس موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله موټر سایکل چلوونکي ژوند بایللی دی.

هغه د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي په کوته کوي.

ورته مهال سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند «عزیز خان کڅ» سیمه کې د کرولا او مازده موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې ټپیان شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې د واده په موخه کابل ته روان وو.

دغه راز سمنګان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې د بلخ-سمنګان په لاره کې د فیلډر موټر د چپه کېدو له امله د یو ډاکټر په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.

په سمنګان کې د طالبانو د پولیسو ویاند حشمت الله رحماني وایي، چې دا پیښه پرون ماښام شاوخوا ۵:۰۰ بجې د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

رحماني زیاتوي، چې له بلخ څخه کابل ته د روان فیلډر موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

سرچینې وايي، چې په دې پیښه کې د ابو علي سینا بلخي روغتون یو تن ډاکټر نور محمد شریفي یو له قربانیانو څخه دی.

په سمنګان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې دا پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړکونو خرابوالی هغه عمده لاملونه دي چې له امله یې ډېر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.