close

د کډوالو د شړلو دوام؛ یوازې په یوه ورځ کې له ایرانه تر ۱۵ زره ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون (پنج‌شنبه، ۱۲ د چنګاش) له ایران څخه ۱۵ زره او ۷۲ مهاجر افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان ملي تلویزیون چې اوس د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، راپور ورکړی چې دا کسان د هرات د اسلام‌ کلا او د نیمروز له پل‌ابریشم پولو څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، همدا راز پرون ۹۹۴ کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون د شمېرو له مخې، په ستانه شويو کسانو کې څلور زره او ۸۸ کورنۍ او څورلس زره ۷۵۲ مجرد کسان شامل دي.

د راپور له مخې، ۱۱۷ کورنۍ او ۶۰۵ مجرد کسان خپلو اصلي مېنو ته انتقال شوي، له ۱۰۷۹ کورنیو سره مرسته شوې او کډوالو ته ۱۴۱۳ سیم‌کارتونه هم وېشل شوي دي.

د افغانستان ملي تلویزیون د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون له قوله لیکلي چې له کډوالو سره ټولټال ۹ میلیونه ۶۹۸ زره او ۹۰۰ افغانۍ  مرسته شوې ده.

ایران له اسراییلو سره تر اوربند وروسته د افغان مهاجرینو د ایستلو لړۍ تېزه کړې ده.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په تېره میلادي میاشت کې له ایران څخه تر ۲۳۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې جبري ایستل شوي وو.