close
Photo: via Naseer A. Faiq on X

فایق: د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه حیرانوونکې نه ده

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي چې «د هغو هیوادونو له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه حیرانوونکې نه ده چې په تېرو شلو کلونو کې یې د هغوی ملاتړ کاوه.»

ښاغلي فایق نن (جمعه، ۱۳ د چنګاښ) پر ایکس لیکلي: «مګر اصلي پوښتنه داده چې ایا دا په رسمیت پېژندنه به د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت او هغو خلګو اغېز ولري چې له فقر، بې‌کارۍ او بې برخلیکۍ سره مخ دي؟»

ده زیاته کړې: «ځواب روښانه دی: دا سیاسي حرکت ظاهرا د طالبانو په ګټه دی، مګر د افغانستان پر خلګو به یې په اوږدمهال کې اغېز ډېر بد وي.»

روسیې پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: «موږ باور لرو چې د افغانستان د واکمنو [طالبانو] په رسمي ډول رسمیت پېژندنه به په بېلابېلو برخو کې زموږ د هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختیا انګېزه شي.»

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی و چې روسیې دا ډله په رسمیت پېژندلې ده.

روسیه لومړنی هیواد دی چې رسما اعلان کوي چې په افغانستان کې یې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلی.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د څلورو کلونو له پوره کېدو سره-سره تر اوسه بل هیڅ هیواد هم دا ډله په رسمیت نه ده پیژندلې.