اطلاعات روز: په داسې حال کې چې له ایران څخه د کډوالو د شړلو بهیر روان دی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې کوربه ټولنې تر سخت فشار لاندې دي او د منابعو پر سر د ټولنیزو شخړو خطر مخ پر زیاتېدو دی.
دې سازمان په هغه راپور کې چې پرون (سېشنبه، ۱۷ د چنګاښ) یې خپور کړی، ویلي چې د روان کال د جون د ۳۰مې پورې شاوخوا ۹۴۹ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. په دې لړ کې ۷۵۱ زره له ایران او ۲۰۷ زره له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
اوچا ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ شخړه او په ایران کې د افغانانو ځورونه د دې لامل شوي چې په زیاته کچه کډوال افغانستان ته راستانه شي.
د اوچا په وینا، د تېر بر خلاف چې زیات راستنېدونکي مجرد وګړي وو، مګر اوس مهال تر ۶۰ سلنه زیاتې کورنۍ دي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي او له زیاتو ستونزو او اړتیاوو سره مخ دي.
دې دفتر زیاته کړې چې کوربه ټولنې له فشار سره مخ دي؛ سرچینې محدودې دي، عامه خدمات تر پخوا تر زیات فشار لاندې دي او د ټولنیزو شخړو خطر مخ پر زیاتېدو دی.
اوچا ټینګار کړی چې راستنېدونکي بېړنیو مرستو لکه سرپناه، خوړو، روغتیایي خدماتو او د معیشت زیاتو فرصتونو ته اړتیا لري تر څو خپل ژوند ورغوي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید مسوولانه عمل وکړي او خپلې مرستې زیاتې کړي، ترڅو د کړکېچن وضعیت مخنیوی وشي.
هره ورځ په هرات کې د اسلام کلا له لارې په زرګونو تنه له ایران څخه افغانستان ته راستنېږي. پر دې لاره د کډوالو د راستنېدو له امله ګڼه-ګوڼه زیاته شوې ده.