close

ننګرهار کې د دوو جلا پېښو له امله درې ځوانان مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو جلا پېښو پر مهال درېېو ځوانانو ژوند بایللی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۸ د چنګاښ) سهار شاوخوا ۹:۳۰ دقیقې د جلال اباد ښار څلورمې ناحېې اړوند «بېزاکمالاتي» سیمه کې د دېوال د نړېدو له امله رامنځته شوې، چې پر مهال یې دوه کاریګر مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي د پېښې قربانیان په اصل د ننګرهار د خوږیاڼو او بل هغه یې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې دا مهال یې په یاده سیمه کې مزدوري کوله چې د کار پر مهال پرې دېوال غورځېدلی او دواړو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د حماد په خبره دغه راز د همدې ورځې په جریان کې د جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند «چکنوریو» سیمه کې د عماد الدین په نامه یو ۱۸ کلن ځوان د بې احتیاطۍ له امله برق نیولی او مړ شوی دی.

دا په داسې مهال دي چې له دې وړاندې ننګرهار او نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې له امله یې ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.