close

کونړ کې د څه باندې ۵۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج ډبرې وپلورل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۵۴ مېلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت ببروج ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوې دي.

د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره طالب رییس محمد شېرین حقاني وایي، چې د بیروجو دا ډبرې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۸ د چنګاښ) د دغه ولایت اړوند د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په مارکېټ کې پلورل شوي.

حقاني زیاتوي، چې د دغو ډبرو وزن ۶۷۸.۱۸  کېلو ګرامه وو چې د داوطلبۍ پر مهال د کونړ سربېره د هېواد له ګڼو ولایتونو پانګه والو برخه اخېستې وه.

د نوموړي په خبره، د دغو ډبرو له درکه ۵.۵ مېلیونه افغانۍ د طالبانو حکومت خزانې ته عواید هم جمع شوي دي.

په همدې حال د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو یو شمېر پانګه وال بهرنیو هېوادونو ته د دغو ډبرو د لېږد په برخه کې له جدي ننګونو سر ټکوي.

دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او دوی ته دې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کونړ ولایت کې د څه باندې ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د بیروج ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوې وې.