اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د کابل سروبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې پر مهال د یوې ښځې په ګډون اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یو عیني شاهد عبدالصمد وایي، چې یاده ترافیکي پېښه نن (پنجشنبه، ۱۹ د چنګاښ) سهار ۷:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره «ماهیپر» ته څېرمه د مارسډیز او کرولا موټرو ترمنځ د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره په یاده پېښه کې د یوې ښځې په ګډون درې کسانو ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي. نوموړی زیاتوي د یادې لویې لارې په اوږدو کې یو شمیر نورې ترافيکې هم رامنځته شوي خو تلفات نه لري.
د کابل-جلال اباد لویه لاره د هیواد یوه له مهمو لارو ګڼل کېږي، خو ډېر کله پرې د موټرو د تېز تګ، بې احتیاطۍ، ترافيکي قوانینو نه مراعات او د سړک د خرابوالي او تنګوالي له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې پکې یو شمېر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.