close

ارزګان کې د یو کس جسد موندل

اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو پولیسو خبر ورکړی دی چې د دې ولايت په چارچینو ولسوالۍ کی د یوه وژل شوي کس جسد موندل شوی دی. 

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال روزګانی وایي چې دا کس تېره شپه (چهارشنبه، ۱۸ د چنګاښ) ورک شوی او وروسته وژل شوی.

له شیمې څخه باخبره سرچینو ویلي چې  وژل شوی کس عبد الرحمن نومیږې او د چارچینو ولسوالۍ د ساخر د سیمې اوسیدونکی و.

سرچینو ویلي چې د دې کس جسد نن سهار د ساخر کلي د رود پر غاړه موندل شوی دی.

دا په داسي حال کې چې په دي ورستیو کې په جنوبي حوزه کې په بیساري ډول د جنايي پیښو کچه لوړه شوي ده.