close

طالبانو په یوه ورځ کې تر پنځو زرو د زیاتو کډوالو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی

اطلاعات روز: د طالبانو له اعلان کړو شمېرو سره سم، تېره ورځ (پنجشنبه، ۱۹ د چنګاښ) له ایران او پاکستان څخه پنځه زره او اووه کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په وینا، درې زره او ۴۷۵ کورنۍ د اسلام کلا له لارې او یو زر او ۳۷۷ کورنۍ د ورېښمو د پله له لارې له ایرانه راغلې دي او همدا راز له پاکستانه پر تورخم ۹۴ او پر سپین بولدک ۶۱ کورنۍ راستنې شوې دي.

په دې وروستیو کې د کډوالو د شړلو بهیر چټک شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په وروستیو نهو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۶۴ زره زیاتې کورنۍ افغانستان ته راغلې دي.

دې بنسټ پرون (پنجشنبه، ۱۹ د چنګاښ) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې له ایرانه د راستنېدونکو شمېر د جون له لومړۍ نیټې ۵۴۶ زرو ته رسېږي او د روان میلادي کال له پیله تر یو میلیون زیات دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې «وضعیت وخیم دی» او له خپلو شریکانو سره یو ځای یوازې له لس سلنو راستنېدونکو سره مرسته کولای شي.

دې بنسټ ټینګار کړی چې په شرایطو پوره کډوالو سره د مرستې کولو لپاره زیاتو مالي سرچینو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د ناروې د پناه غوښتونکو شورا هم ویلي و چې د کډوالو په پراخې او چټکې راستنیدنې سره بشرپالی سیسټم تر فشار لاندې دی او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام هم کډوالو ته د رسیدګۍ لپاره د ۱۵ میلیون ډالرو غوښتنه کړې.