اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په چهارچينو ولسوالۍ کې یو کس خپله لور او يو بل کس د نامشروع اړيکو به تور وژلي دي.
د دې ولايت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند بلال ارزګاني وايي چې یاده پيښه نن سهار (جمعه، ۲۰ د چنګاښ) دچهارچينو ولسوالۍ اړوند سيمو کې شوې ده.
ده ویلي چې سيمې ته د طالبانو امنیتي ځواکونه رسيدلي او په دې پيښه کې ښکیل کسان يې نیولي دي.
په ورته وخت کې په سيمه کې یوې سرچينې اطلاعات روز ته ویلي چې پيښه د چهارچينو ولسوالۍ په «ساخر» سيمه کې شوې ده.
دا پېښه په داسي حال کې شوې چې تيره ورځ هم په دې سيمه کې د يو کس جسد موندل شوی و.