close

کندهار کې د ږیرې خرېیلو له امله د طالبانو او ملکي وګړو شخړه؛ دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له کندهار څخه ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د دې ولایت په مرکزي ښار کې د طالبانو د امربالمعروف د محتسبینو او څو ملکي کسانو تر منځ د ږیري خرېیلو پر سر شخړه شوې چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د یادي سرچینې په وینا چې دا پیښه پرون ماځیګر (پنجشنبه، ۱۹ د چنګاښ) د پنځمې ناحیې اړوند «نوراني مینې» په سیمه کې شوې ده.

سرچینه ویلي چې په یاده شخړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په دې تړاو نور جزییات نه دې تر لاسه شوي.

څرګنده نه ده چې په دې شخړه کې د دواړو لورو له لوري څه ډول وسلې کارول شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په کندهار ښار کې څو ورځې وړاندې هم طالبانو په لسګونو کسان د ږیرې خرېیلو له امله نیولي وو او د دې سرغړونې له امله یې د ځینو دوکاندارانو دوکانونه هم تړلي وو.