close

د نامعلومو وژنو دوام؛ په هلمند او ارزګان کې دوه جسدونه موندل شوي

اطلاعات روز: سرچینې خبر ورکوي چې د ارزګان په دهراود ولسوالي او همدا راز د هلمند په باغران ولسوالۍ کې د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي دي.

له هلمند څخه سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د دې ولایت په باغران ولسوالۍ کې یو تن د نامعلومو کسانو له لوري په ډبره پسې ځوړندل کړل شوی او وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، د دې کس پر جسد له نښو څخه داسې ښکاري چې ښایي دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ۱۹ د چنګاښ) رامنځ ته شوې وي.

د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دې تر لاسه شوي او تر اوسه په هلمند کې د طالبانو امنیتي مسوولینو هم په دې اړه څه نه دې ویلي.

همدا راز، له ارزګان څخه سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې د دې ولایت په دهراو ولسوالۍ کې د یوه ځوان جسد تر ۳۲ میاشتو وروسته په داسې حال کې موندل شوی چې په بوجۍ کې اچول شوی و.

سرچینو د دې کس نوم شمس الله ښوولی او ویل کېږي چې ۲۶ کلن و. نوموړی د هلمند د لښکرګاه ښار اوسېدونکی و.

د سرچینو په وینا، نوموړي په ارزګان کې د خپلو پوروړو له لوري وژل شوی او ورسته یې د جسد د پټولو هڅه شوې وه.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله د جنایي پېښو او ځان وژنو شمېر په پام وړ توګه لوړ شوی دی.