اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې «وسله والو غلو» یو ځوان په ډزو وژلی او موټر سایکل یې ترې وړی دی.
سرچینې وایي، چې دا پېښه تیره ورځ (جمعه، ۲۰ د چنګاښ) د بالابلوک ولسوالۍ اړوند «توتي» سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینو په وینا، چې وسله والو کسانو په یاده سیمه کې لومړی یاد ځوان په ډزو وژلی او وروسته یې موټرسایکل ترې وړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې بریدګر له سیمې تښتېدلي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه هم د یاد ځوان هویت په ډاګه شوی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده پېښه په داسې حال کې شوې چې په فراه او نورو ولایتونو کې خلک د ناامنۍ، غلاوو او وسله والو بریدونو له زیاتوالي شکایت کوي.