close

طالبانو په ننګرهار کې یو خبریال نیولی دی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې باوري سرچینو اطلاعات روز ته تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پخوانی خبریال عزیز وطنوال نیولی دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د طالبانو استخبارات نن سهار (شنبه،۲۱ د چنګاښ) شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحېې اړوند «زنګویي» سیمه کې د خبریال عزیز وطنوال کور ته ور داخل شوي او هغه یې له دوه نورو ملګرو سره یو ځای بیولی دی.

سرچینې ویلي چې له نوموړي سره دوه نور نیول شوي کسان بیرته خوشي شوي دي، خو دی لا هم زنداني دی او د هغه له کوره کمپیوټر، کیمره او د خبریالۍ ځیني اسناد وړل شوي دي.

د معالوماتو له مخې، عزیز وطنوال د پښتو ژبې د یو محلي شاعر عبدالقدیر وطنوال زوی اوسمهال له کومې رسنۍ سره دنده نه درلوده، خو له دې وړاندې یې په ختیځو ولایتونو له بېلابېلو رسنیو سره د سیمه ییز خبریال په توګه کلونه کار کړی دی.

بلخوا تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض شاوخوا ۱۴۰ موارد ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

یاد مرکز زیاته کړې چې په دې پېښو کې د وهلو ټکولو او ګواښلو موارد شامل دي او دغه راز په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو د دوی پر ضد د تبلیغ په تور د ۲۰ خبریالانو د نیول کېدو پېښې ثبت کړې دي.