اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې ایراني پولیسو په دغه هیواد کې یو افغان ځوان د شکنجې پر مهال وژلی دی.
د سیمې یو اوسېدونکی عبدالعزیز وایي، چې د شکنجې پر مهال وژل شوی ځوان عثمان ارماني نومېده، چې نږدې دوه کاله وړاندې د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې ایراني پولیسو د دغه هیواد په تهران ښار کې نیولی، شکنجه کړی او بیا یې په ډېره بې رحمۍ وژلی دی.
هغه زیاتوي چې کورنۍ یې له زیات کړاو وروسته د نوموړي جسد د نېمروز له لارې هیواد ته انتقال کړی او دوه ورځې وړاندې یې خاورو ته سپارلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې عثمان الله ارماني په اصل د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و او تر اووم ټولګي یې زده کړې وې، خو د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د مزدورۍ په خاطر ایران ته مخه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د قیام الدین په نامه د ننګرهار اچین ولسوالۍ د «مامند درې» اوسېدونکی هم یوه میاشت وړاندې د ایران او ترکیې ترمنځ پر سرحدي پوله د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوی و.
دا لومړی ځل نه دی چې د ایراني پولهساتو لخوا پر افغان مسافر ډزې کېږي، تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانانو دغه هېواد ته د اوښتو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.
له کله راهېسې چې طالبانو پر افغانستان د دویم ځل لپاره واکمن شوي د خراب اقتصادي وضعیت له امله سلګونه زره افغان ځوانان په غیرقانوني لارو ایران او له هغه ځایه د سیمې نورو هېوادونو ته تللي دي.
ایران په دې وروستیو کې نه یوازې د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ګړندی کړی، بلکې د افغانانو شکنجې، زنداني کېدو او ان وژلو ته یې مخه کړې.