close

د پښتو ژبې نومیالی شاعر مطیع الله تراب د زړه حملې له امله ومړ

اطلاعات روز: په افغانستان کې د پښتو ژبې نومیالی، نوښتګر، نامتو او حماسي شاعر، مطیع الله تراب د زړه حملې له امله په ناڅاپي توګه مړ شوی دی.

د تراب د کورنۍ غړو د هغه مړینه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې نوموړي تېره شپه (دوشنبه، ۲۳ د چنګاښ) د زړه درېدو له امله ساه ورکړې ده.

ګڼ شمېر افغان شاعرانو، لیکوالانو، او د ادب مینوالو د مطیع الله تراب مړینه د فرهنګي هڅو لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې تشه بللې ده.

مطیع الله تراب د نظم ویلو ځانګړی سبک درلوده او د هغه شاعري په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې د وطن دوستۍ، یووالي او ناخوالو د یادولو له امله ډېره مشهوره شوې ده.

تراب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د نارنج ګل په وروستۍ مشاعره کې، د شعر په ژبه د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده غوښتي و، چې د کندهار پر ځای دې کابل ته راشي او د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانېزي.

د نوموړي دغه شعر د طالبانو توند غبرګونونه وپارول او همدا شعر د دې لامل شو، چې هېواد کې پر مشاعرو پراخ محدودیتونه او بندیزونه ولګول شي او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس له دندې ګوښه شو.

د معلوماتو له مخې مطیع الله تراب په اصل د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و، خو د هغه ژوند ډېره برخه یې په خوست ولایت کې له خپلې کورنۍ سره تېره کړه. هغه په خوست کې د موټرو ترمیم  کار ځای درلوده او له همدې لارې یې د خپلې کورنۍ اړتېاوې برابرولې.