اطلاعات روز: په هرات کې طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي او د دې ډلې د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مسوول وايي چې په تېرو ۲۲ ورځو کې ۵۷۴ زره او ۲۴۱ کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې له دې ډلې څخه ۲۳۴ زره او ۹۰۷ کسان په خپله خوښه راستانه شوي او ۳۳۹ زره او ۳۳۴ کسان په زور شړل شوي دي.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي چې یوازې پرون (یکشنبه، ۲۲ د چنګاښ) ۲۱ زره او ۳۷ کډوال له ایرانه افغانستان ته راغلي.
ده ویلي، چې له دې ډلې څخه ۷ زره او ۷۷۵ کسان په خپله خوښه راستانه شوي، او ۱۳ زره او ۲۶۲ تنه په زوره ایستل شوي دي.
دغه طالب چارواکي ویلي چې د دوی اړوندې ادارې او خلک په اسلامقلعه سرحد کې بېرته ستنېدونکو ته اړین خدمتونه برابروي او هغوی تر ثبت او مرستې وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدوي.