اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، چې تازه یې طالبان په رسمیت پیژندلي، ویلي چې د شانګهای همکارۍ سازمان نږدې ټول غړي هیوادونه په فعال ډول له کابل سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د لا ټینګولو په حال کې دي.
هغه دا څرګندونې پرون سې شنبه د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا له غونډې وروسته کړې دي.
د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۵مه ناسته پرون (سې شنبه، ۲۴ د چنګاښ) په تیانجین ښار کې پیل شوه. د افغانستان په اړه بحث د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې د سیمه ییز امنیت د پیاوړتیا لارې چارې، په ځانګړي ډول په افغانستان تمرکز، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بحث موضوعات وو.
هغه ویلي: «د شانګهای همکارۍ سازمان نږدې ټول غړي هیوادونه په فعاله توګه له کابل سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ژوروالي په حال کې دي. موږ د افغانستان د بیارغونې د ملاتړ، او د یوه خپلواک، بېطرفه، سوله ییز، له تروریزم او مخدره موادو پاک هېواد په توګه د پایدار پرمختګ د تضمین په اهمیت ګډ درک لرو.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د شانګهای د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ټینګار وشو چې د ملي اجماع د پروسې پیاوړتیا او په حکومتي جوړښتونو کې قومي او سیاسي ګډون ډاډمن کول مهم لومړیتوبونه دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جیشانکر ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان په اجنډا کې دی.
هغه ویلي: «د افغانانو د هوساینې لپاره زموږ اوږدمهاله اندیښنه د سیمه ییز ثبات پیاوړتیا ده. له همدې امله نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي باید خپلې پراختیایي مرستې زیاتې کړي. هند به په خپل نوبت سره خامخا دا کار وکړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې بیا ویلي، چې په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو د ګډې هیلې بنسټ دی.
هغه یادونه کړې چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو ډلې بیا رغونه کولی شي د عملي او پایله لرونکې همکارۍ لپاره د ارزښتناکه بستر په توګه کار وکړي.
افغانستان پخوا د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی و، خو ظاهرا د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې له پامه غورځول شوی دی. اوس د چین او روسیې په ګډون لس هیوادونه د شانګهای غړي دي.
پر افغانستان باندې د حاکم طالبانو څلور کلن حکومت تر دې دمه یوازې روسیې په رسمیت پیژندلی دی.
د چین په ګډون ځینو نورو هیوادونو هم له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې سفیران یې منلي دي، خو په رسمي ډول یې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه څه نه دي ویلي. ورته مهال ځینو نورو هیوادونو هم د طالبانو سفیران منلي دي.