اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې ایراني پوله ساتو ځواکونو یو افغان ځوان د افغانستان او ایران ترمنځ د هیرمند ولسوالۍ د پولې هاخوا په ډزو وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
سرچینې وایي، دغه وژل شوی ځوان عبدالمنان نورزهی نومیده، عمر یې تر ۲۷ کالو رسیده او د فراه اصلي اوسېدونکی و، چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره د ایران په زاهدان کې مېشت و.
یوې سرچینې وویل، چې عبدالمنان څو میاشتې مخکې له ایران څخه رامرز شوی و، خو کورنۍ یې هلته پاتې وه او ده هڅه کوله چې د پاسپورټ په وسیله بېرته ایران ته داخل شي او له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راستون شي، خو د تېرې دوشنبې ورځ (۲۳ د چنګاښ) په سرحدي سیمه کې ایراني پوځیانو په نښه کړی دی.
سرچینه وایي، د عبدالمنان جسد د سرحد په شګو کې پرېښودل شوی و، چې وروسته د سیمې اوسېدونکو موندلی او تیره ورځ (سې شنبه، ۲۴ د چنګاښ) یې د نیمروز له لارې را انتقال کړی دی.
د سرچینو په وینا، په پېښه کې بل افغان وګړی هم د پښې په برخه کې ټپي شوی دی. د ټپي کس د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ایراني ځواکونو له لوري د افغان ګډوالو سره ورته پېښې شوي، خو د طالبانو حکومت یې په اړه کوم د پام وړ غبرګون نه دی ښودلی.