اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د پېښې یو عیني شاهد مطیع الله وایي، چې دغه ترافیکي پېښې تېر ورځ (چهارشنبه، ۲۵ د چنګاښ) مازدیګر مهال د کابل-جلال اباد د لویې لارې په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې لومړۍ پېښه د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې، چې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي.
د هغه په خبره دغه راز يوه بله ترافيکي پيښه د لغمان اړوند «عزیز خان کڅ» سیمه کې د ټوډي او سوزکي موټر ترمنځ شوې، چې پر مهال یې یو کس خپل ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ترافیکی پيښې زياتې شوې دي.
له دې یوه ورځ وړاندې د هلمند د واشېر ولسوالۍ اړوند «کارېز» سيمه کې د کابل-هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د يوې ترافيکي پيښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي وو.
د موټر چلوونکو بي احتياطي، د ترافيکي مقرراتو نه مراعاتول، د موټر چلوونکو له خوا د نشه یي توکو کارول، په زیات سرعت تګ او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د دغه پيښو د رامنځته کيدو اصلي لامل یادیږي.