اطلاعات روز: د طالبانو د شمېرو له مخې، پرون (چهارشنبه، ۲۵ د چنګاښ) له ایران او پاکستان څخه درې زره او ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له ایران څخه د اسلام کلا له لارې دوه زره او ۲۴۳ کورنۍ او د ورېښمو پُل له لارې یو زرو او ۱۱۴ کورنۍ هېواد ته راغلې دي.
همدارنګه، ۸۲ کورنۍ له پاکستان څخه د تورخم له لارې، ۸۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او دوه کورنۍ د بهرامچې له لارې هېواد ته راغلې دي.
له ایران څخه د کډوالو ایستل په جدي توګه دوام لري.
په هرات کې د طالبانو چارواکي وايي، چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې ۶۲۱ زره او ۵۰۰ کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د ایران حکومت د روان کال په لومړیو کې د شاوخوا دوه میلیونه افغان اتباعو د سرشمېرنې پاڼې، چې نیمه قانوني اسناد ګڼل کېدل، باطلې اعلان کړې او د دغو کډوالو د وتلو غوښتنه یې وکړه. دغه هیواد د اسراییلو سره له جګړې وروسته د کډوالو شړل ګړندي کړي دي.