close

د کابل د اوبو بحران؛ ملګري ملتونه: شپږ میلیونه خلک له خطر سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې ادارې (یو اېن-هبیټاټ) د کابل د اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان پلازمېنه له بې‌ساري بحران سره مخ ده.

دې پروګرام نن (پنجشنبه، ۲۶ د چنګاښ) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د کابل د اوبو سطحه په بې سارې ډول راټیټه شوې او شاوخوا شپږ میلیونه کسان یې له جدي خطر سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې ادارې ویلي: «د دې بحران حل کول په لویه کچه پانګونې، قوي همکارۍ او د اوبو کارولو او مدیریت په اړه د عامه پوهاوي زیاتوالي ته اړتیا لري.»

کارپوهانو د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ښایي پلازمېنه کابل د نړۍ هغه لومړنی ښار شي چې په بشپړه توګه له اوبو بې‌برخې شي.

د مرسي کورپس په نوم د یوه غیر دولتي سازمان د راپور له مخې چې په دې وروستیو کې خپور شوی، ویلي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سرچینو کې د اوبو کچه په تیرو لسو کلونو کې د چټک ښاري کیدو او د اقلیمي بحران له امله تر ۳۰ مترو پورې راټیټه شوې.

د دې راپور له مخې، دا مهال په کلني ډول د اوبو استخراج د ځمکې لاندې اوبو د طبیعي بیا ډکېدو څخه ۴۴ میلیونه متره مکعبه زیات دی.

داسې خبرداری ورکړل شوی، چې که دا بهیر همداسې دوام ومومي، نو د ۲۰۳۰ زیږدیز کال تر پیل پورې به د کابل د ځمکې لاندې ټولې اوبه وچه شي او د ښار شاوخوا اووه میلیونه اوسېدونکي به له سخت ګواښ سره مخ شي.