close

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران د اوسپینې پټلۍ د امکان ارزونې پروژې د لاسلیک په موخه کابل ته سفر کوي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران د لوړپوړو پلاوو په ملتیا نن (پنجشنبه، ۲۶ د چنګاښ) په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې د ګډون په موخه کابل ته راځي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي چې په مل پلاوو کې د پاکستان او ازبکستان د ټرانسپورټ او اورګاډي د پټلیو وزیران هم شامل دي.

د ده په وینا، دا پلاوي به لومړی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ په یوه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي او په دې غونډه کې به پر سیاسي تفاهم او د ستونزو پر حل خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویلي چې تر دې سیاسي غونډې وروسته به د ازبکستان – افغانستان – پاکستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ د غزولو د امکان ارزونې د مطالعاتو توافق‌لیک په ارګ کې لاسلیک کړل شي.

ده ویلي چې د دې توافق‌لیک تر لاسلیکېدو وروسته به دواړه بهرني پلاوي له طالب چارواکو سره په دوه اړخیزو غونډو کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان – افغانستان – پاکستان تر منځ د اورګاډي پټلۍ د غزولو د امکان ارزونې د مطالعاتو (یو اې پي) د توافق‌لیک د لاسلیکولو په موخه کابل ته سفر کوي او له طالب چارواکو سره به ناستې ولري.

دې وزارت ویلي چې د ازبکستان – افغانستان – پاکستان تر منځ د اورګاډي پټلۍ د غزولو موخه داده چې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړل شي او د مرکزي اسیا هیوادونه د پاکستان ساحلونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسحاق ډار سفر ښیي چې پاکستان د ازبکستان – افغانستان – پاکستان تر منځ د اورګاډي پټلۍ په بریالیتوب غزونې ته ژمن دی او پر ارزښت یې ټینګار کوي او په کابل کې د دې پروژې د امکان ارزونې د مطالعاتو د توافق‌لیک لاسلیکول په دې تړاو یو مهم ګام دی.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د طالبانو د لومړي وزیر په ګډون د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره هم وګوري.

دا د روان کال پر مهال کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دویم سفر دی. ده د حمل میاشتې په وروستیو کې هم کابل ته سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې ليدلي و.