اطلاعات روز: بریتانوۍ ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بریتانیا له دفاع وزارت څخه د پخوانیو افغان سرتېرو د شخصي معلوماتو تر افشا کېدو وروسته د طالبانو له لوري تر ۲۰۰ زیات افغان پوځیان او پولیس وژل شوي دي.
ټیلیګراف ورځپاڼې لیکلي، چې د دې کسانو نومونه د خپلواکو کارپوهانو لخوا راټول شوي دي.
دې رسنۍ رسوا شویو معلوماتو ته «د وژنو نوملړ» اصطلاح کارولې او ویلي یې دي چې دې اطلاعاتي رسوایۍ هغه افغانان له خطر سره مخامخ کړي چې له بریتانیوي او امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.
ټیلیګراف لیکلي، د محکمې حکم دا اجازه نه ورکوي چې دا ورځپاڼه راپور ورکړي چې ایا وژل شوي کسان د هغه نوملړ برخه وو که نه چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بریتانیې د دفاع وزارت له خوا په تصادفي توګه خپور شوی و.
ټیلیګراف زیاتوي چې طالبان ادعا کوي چې د بریتانیې د دفاع وزارت نوملړ دوی ته په ۲۰۲۲ کال کې رسېدلی و او له هغه مهاله د افرادو د موندنې په لټه دي.
ټیلیګراف ویلي، چې دوی کولای شي ووایي چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یوه ډله چې – د «یارموک ۶۰» په نوم یادیږي – د پخوانیو افغان پوځیانو د موندلو لپاره ګمارل شوې ده.
طالبانو تر اوسه دې راپور ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
ټیلیګراف د خپل راپور په یوه برخه کې د هغو کسانو انځورونه خپاره کړي چې تازه وژل شوي او هغه دوه تنه هم پکې شامل دي چې تېره اونۍ په کونړ او جوزجان ولایتونو کې ووژل شول او «اطلاعات روز» ورځپاڼې یې هم پرې راپور ورکړی و. دا دوه پخواني پوځیان نصرت مومند او احمد رویین نومېدل چې په مرموز ډول وژل شوي دي.
ټیلیګراف په خپل راپور کې د هغو پنځو پخوانیو افغان پوځیانو انځورونه هم خپاره کړي چې په پاکستان کې وژل شوي. د دې پنځو کسانو مړي د ۲۰۲۴ په اګست کې د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په یوه سیمه کې موندل شوي وو. د دوی د وژلو عاملین نه وو معلوم، خو د ایران ضد ډلې «جیش العدل» دوی د سپاه پاسداران سره د همکارۍ په تور په اعدام محکوم کړي وو.
د بریتانیې د دفاع وزارت له خوا رسوا شوي اسناد د هغو کسانو نوملړ دی چې له بریتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه.
ټیلیګراف لیکلي، چې تر اوسه روښانه نه ده چې د دې نوملړ څومره کسان طالبانو پیژندلي، تعقیب کړي او وژلي دي.
د بریتانیې د دفاع وزیر جان هیلي د چهارشنبې په ورځ ومنله چې «په ډاډ نه شي ویلای» چې ایا څوک د معلوماتو د رسوایي له امله وژل شوي او که نه.
خو، هغه ټینګار کړی چې د دې معلوماتو تر خپرېدو درې کاله وروسته «ډېره لېرې» ده چې په دې نوملړ کې راغلي کسان دې د طالبانو له لوري له خطر سره مخ شي.
د معلوماتو تر افشا وروسته، د دې موضوع راپور ورکول بند شوي و، خو د بریتانیې سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د دې رسوایي په تړاو د راپور ورکولو اجازه ورکړه.
خو، د ټیلیګراف په وینا، د محکمې حکم اجازه نه ورکوي چې د معلوماتو له ذخیرې څخه د هغو افغانانو هویت افشا شي چې ښایي د معلوماتو د دې درز له امله په نښه شوي وي.
د معلوماتو تر افشا وروسته، د بریتانیې حکومت بریتانیا ته د پخوانیو زرګونو سرتېرو د انتقال یوه پټه طرح پیل کړه.
رویټرز راپور ورکړی چې د دې وېرې له امله چې ښایي دا کسان د افشا شویو معلوماتو له امله د طالبانو له خوا په نښه شي، د بریتانیا تېر محافظه کار حکومت د ځای پر ځای کولو داسې طرح وړاندې کړه چې ښایي د دولت لپاره دوه میلیارده پونډه لګښت ولري.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو په تېرو څلورو کلونو کې د پخوانیو پوځیانو نیول او وژل روان وو. مګر بیا هم دا ډله ادعا کوي چې د خپل مشر د بښنې فرمان ته ژمنه ده.
د افغان دولت تر سقوط وروسته د امنیتي ادارو معلومات د طالبانو لاس ته ولوېدل او دې چارې د پخواني حکومت د ټولو کارکوونکو او سرتېرو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.