close
Photo: Jan Woitas/dpa/picture alliance

جرمني په یوه ځانګړې الوتنه کې لسګونه پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړل

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیکساندر دوبرینت تایید کړې ده چې نن (جمعه، ۲۷ د چنګاښ) د دې هیواد له لایپزیګ هوایي ډګر څخه په یوه ځانګړې الوتنه کې ۸۱ تنه افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج کړل شول.

د جرمني رسنۍ دویچویله دري په وینا، د جرمني د نوي ایتلافي حکومت تر راتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته انتقالېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې چې په دې ایستل کېدونکو کې هغه کسان شامل دي چې «درانه جرمونه» یې کړي وي. نوموړي تایید کړې ده چې دا اخراج د قطر په مرسته او د طالبانو له ادارې سره تر «تخنیکي اړیکو» وروسته ترسره کېږي.

نوموړي له طالبانو سره د دې اخراجونو د دوام لپاره اړیکې ضروري بللې دي.

بل لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي د جرمني له حکومت سره یې تر خبرو وروسته د اخراج کېدونکو کډوالو اسناد ارزولي او نن به ۸۱ تنه کابل ته ولېږدول شي.

نوموړي د قطر د دولت له اسانچارۍ څخه مننه کړې او په عین مهال کې یې زیاته کړې چې خبرې دوام لري تر څو په جرمني کې مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا دویم ځل دی چې د قطر په منځګړیتوب هغه پناه غوښتونکي افغانستان ته انتقالېږي چې په جرمني کې په جرمي کړنو تورن وي او یا یې هم د پناه غوښتنې رد شوې وي.