close

کندهار کې ناپېژانده وسلوالو یو ډاکتر وژلی

اطلاعات روز: د کندهار ولایت له سپین بولدک ولسوالۍ څخه ځایي سرچینې وایي چې ناپېژانده وسلوالو د دې ولسوالۍ د «مانده» سیمې اړوند په «نوي کلي» کې یو ډاکتر په ډزو وژلی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي ویلي چې پېښه تېره شپه (پنجشنبه،۲۶ د چنګاښ) شوې او د «ایمل» په نوم ډاکټر پکې ځای پر ځای وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې ډاکټر ایمل د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار اصلي اوسېدونکی و.

د سرچینو په وینا، طالبانو په دې پېښه کې د ګل اغا په نوم یو کس چې د تېر حکومت په پولیسو کې یې دنده هم ترسره کړې، د لاس لرلو په تور نیولی دی.

داسې ویل کېږي چې نوموړی ډاکټر د پیسو د قرض په پېښه کې په نښه شوی دی. د سرچینو په وینا چې پر نوموړي ۴۰ لکه کالدارې قرض باندې و.

د یادونې وړ ده چې د غلاوو او ځینو نورو لاملونو له کبله وخت پر وخت د نامعلومو وژنو پېښې رامنځ ته کېږي چې ډېری مهال یې طالب چارواکي په تړاو له خبرو کولو ډډه کوي.