د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د چنګاښ په ۲۵مه نیټه د یوه شفاهي فرمان له لارې نهه تنه پر نویو دندو وګمارل. د تل په څېر د دې نویو ټاکنو په تړاو هیڅ رسمي سند نه دی خپور شوی؛ نه کوم مکتبوب شته او نه هم داسې مهر او لاسلیک چې د دې فرمانونو حقوقي مشروعیت تایید کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د مشر فرمانونه له رسمي سند پرته خپرېږي. په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د لوړپوړو دولتي چارواکو لاسلیک او ټاپه د رسمي سند د اعتبار لپاره په قانوني توګه لازم دي، مګر د طالبانو په اداري جوړښت کې داسې څه نشته او د دې ډلې د مشر فرمانونه یوازې په شفاهي توګه او یا هم د ټولنیزو شبکو له لارې اعلانېږي.
دا فرمانونه تر ډېره حده د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري پر ایکس خپرېږي. نوموړي تر اوسه د طالبانو د مشر هیڅ داسې سند نه دی خپور کړی چې په هغه کې د نوموړي لاسلیک او یا هم ټاپه وي. ذبیح الله مجاهد چې د طالبانو مشر ته نږدې او د باور وړ څېره ده، زیاتره وخت د دې ډلې د لویو پرېکړو په مرکز کندهار کې وي.
پر ایکس د ذبیح الله مجاهد حساب یو میلیون او ۱۰۰ زره تعقیبوونکي لري چې د افغانستان د کاروونکو تر منځ یو له ډېرو مخاطب لرونکو حسابونو څخه دی. نوموړی له دې څخه د طالبانو د دریځ د ترویج، د «اسلامي امارت» لپاره د تبلیغ او د خپل مشر لپاره استفاده کوي، تر څو یې د قدرت یو بې اختلافه مرجع معرفي کړي.
دوه ډوله فرمانونه
یو لړ فرمانونه چې د ملا هبت الله اخوندزاده له لوري خپرېږي او د قدرت له توزیع، د ثروت له تخصیص او سیاسي ادلون-بدلون سره تړاو ونه لري، نو ځانګړې شمېره او د صدور نېټه لري او په چاپي نسخو کې خپرېږي او د طالبانو په رسمي جریده کې ساتل کېږي. تر خپرېدو وروسته، دا فرمانونه اجرایوي اړخ پیدا کوي او د طالبانو د حکومتي بنسټونو له لوري د ټولنې په کچه تطبیقېږي. مګر کوم حکمونه چې د طالبانو د واک او حکومت په جوړښت کې ادلون-بدلون ښیي، یو متفاوت وضعیت دی. دا حکمونه معمولا د صدور نېټه نه لري او تر ډېره حده د ذبیح الله مجاهد او یا هم د ده د رسنیز دفتر له لوري خپرېږي. په رسمي حکومتونو کې د حاکم دود برخلاف دا اسناد نه هم کومه نښه لري او نه هم لاسلیک او ټاپه چې اعتبار یې تثبیت کړي مګر له دې سره-سره دا حکمونه او فرمانونه له چونوچرا پرته پلي کېږي. ګڼ شمېر سرچینې تاییدوي چې د رهبري په کچه د حکمونو او فرمانونو د ورکړې په ګډون ټولې لویي پرېکړي په کندهار کې کېږي. وروسته دا پرېکړي د طالبانو وزارتونو، ادارو او د حکومت د ویاند دفتر ته لېږل کېږي، تر څو یې په رسمي توګه اعلان او پلي کړي. له دې پرېکړو سره هر ډول مخالفت د ټولنې او یا هم د طالبانو د مهمو غړو له لوري د طالبانو د واک مرکز یعنې کندهار ته د منلو وړ نه دی. د رهبر له حکمونو سره مخالفت په چټکۍ ځپل کېږي، اړوند اشخاص نیول کېږي او ګواښل کېږي.
په کندهار کې طالبانو ته یوې نږدې سرچینې له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو د مشر مهم فرمانونه او حکمونه د ده نږدې حلقې ته رسول کېږي او وروسته یې دا افراد وزارتونو او ریاستونو ته رسوي.»
د ده په وینا: «ټولې مهمې پرېکړي په کندهار کې کېږي. ملا هبت الله په شفاهي توګه فرمان او حکم کوي او وروسته دا دستورونه کابل ته لېږل کېږي، تر څو تطبیق کړل شي. په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین او د طالبانو مشر ته نورې نږدې څیرې، د تصمیم نیونې په بهیر او نورو ادلونو-بدلونو کې مهم رول لري.»
طالبان خپل رهبر «امیرالمؤمنین» بولي؛ هغه لقب چې د مسلمانانو په تاریخ کې په لومړي ځل د مسلمانانو دویم خلیفه عمر بن الخطاب ته کارول شوی دی. البته د عمر بن خطاب د حکومت پر مهال د لیکلو، مهر کولو او له سند سره د اداري فرمانونو د صادرولو دود و. په خپله عمر بن خطاب هم د چارواکو د ټاکلو او ګوښه کولو لپاره فرمانونه له رسمي سند سره خپرول. مګر د طالبانو په حکومت کې د چارواکو ادلون-بدلون یوازې پر ایکس د ذبیح الله مجاهد د یوه یاداشت په خپرولو او د دې ډلې د نورو رسنیزو چارواکو له لوري اعلانېږي؛ پرته له دې چې د اړوند لاسلیک شوي او ټاپه شوي مکتوب کوم انځور خپور کړي.
طالبانو څو ځله ځینې غږیز کلیپونه خپاره کړل او ادعا یې وکړه چې مشر یې په عامه غونډو کې ویناوې کړې دي، خو هیڅ خبریال او رسنیز فعال ته په دې غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د یوې سناریو تکرار؟
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده چې نه غواړي خپله څېره وښیي، ایا هماغه لار به تعقیب کړي چې د دې ډلې مشر ملا عمر خپله کړې وه؟ ملا عمر به هم په عمومي غونډو کې نه ښکارېده او حتا مرګ یې هم یو څه وخت پټ ساتل شوی و. د ملا عمر تر مرګ شپږ کاله وروسته طالبانو اعلان وکړ چې نوموړی د «الهي قضا» له مخې د ۱۳۹۲ کال په غویي میاشت کې مړ شوی دی. دوی حتا د ده تر مړینې دوه کاله وروسته هم د ده په نوم اعلامیې او فرمانونه ورکول. د ملا عمر مرګ د طالبانو له ډېرو مهمو غړو څخه پټ ساتل شوی و. کله چې دا خبر خپور شو، د ملا عمر د مرستیال ملا رسول په ګډون د طالبانو ځینو مهمو خلکو د ده له ځای ناستي اختر محمد منصور سره له بیعت کولو ډډه وکړه او همدا پېښه د طالبانو په جوړښت کې لومړنی څرګند درز و.
اوس داسې ښکاري چې ملا هبت الله اخوندزاده او ورته نږدې کړۍ یې غواړي هماغه سناریو تکرار کړي. د طالبانو مشر د خپلې څیرې په پټ ساتلو او په عام محضر کې په نه څرګندېدلو سره دا زمینه برابره کړې چې که مړ او یا ووژل شي، په کندهار کې ورته نږدې حلقه یې فرصت لري چې د مرګ تر اعلان وړاندې یې یو څوک د «امیرالمؤمنین» په توګه معرفي کړي او د طالبانو اصلي قدرت په کندهار حلقه کې وساتي.
د طالبانو په جوړښت کې د حقاني شبکې مشر او د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغه څوک دی چې د طالبانو د مشر مقام ته هیلهمن دی. نوموړی د تېرو څلورو کلونو پر مهال توانېدلی چې خپله ځانمرګې شبکه وساتي او په دې توګه د افغانستان په ختیځ کې پیاوړی نظامي ځواک ولري.