close
Photo: GOV.UK

د بریتانیا ځانګړی استازی: افغانسان یوازې د خبرو-اترو له لارې پر مخ تللای شي

اطلاعات روز: د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ سټیون لیندسي له کابله تر ستنېدو وروسته ویلي چې افغانستان یوازې د پراخو خبرو-اترو او تعامل له لارې پرمختګ کولای شي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابل ته د سفر پر مهال یې د طالبانو د وزیرانو په شمول له ګڼو افغانانو سره خبرې-اترې کړې دي.

ده ویلي چې خبرې یې د روغتیایي مسایلو او له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو د وضعیت په اړه وې.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د استازولۍ دفتر هم لیکلي چې ښاغلي لینډسي کابل ته د خپل لومړني سفر پر مهال د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو د بریتانوي دولت اندیښنې او له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو د افسوسناک وضعیت موضوعات مطرح کړي دي.

ریچارډ سټیون لینډسي د بریتانیا د ځانګړي استازي په توګه تېره اونۍ په لومړي ځل کابل ته ولاړ او د طالبانو د کډوالو او عامې روغتیا د وزیرانو په شمول یې له یو شمېر طالب چارواکو سره ولیدل.

نوموړی د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.