close

د امریکا د مرستو بندېدل؛ ملګري ملتونه: افغانستان کې نهه میلیونه ښځې د میندو روغتیایي خدماتو څخه محرومېږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (یوان‌اف‌پي ای) وايي، چې د امریکا د مالي مرستو له بندېدو سره به نهه میلیونه افغان ښځې د میندو د روغتیایي او نورو پراخو خدماتو له ترلاسه کولو بې‌برخې شي.

دغه صندوق پرون سې شنبه (۳۱ د چنګاښ) ایکس کې پر خپله پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې په افغانستان کې د میندو د مړینې د کچې په راټیټولو کې تر لاسه شوي پرمختګونه د شاتګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق تر دې وړاندې په یوه بیان کې ویلي و، چې د امریکا د مالي مرستو له بندېدو سره به ۶.۳ میلیونه ښځې د میندو د روغتیایي او نورو پراخو خدماتو له ترلاسه کولو بې‌برخې شي.

دغه سازمان وايي، چې متحده ایالات د دوی یو له مهمو شریکانو ګرځیدلی و، چې په اوسط ډول یې هر کال ۱۸۰ میلیونه ډالر چمتو کول.

د دغه سازمان په وینا، چې د امریکا مرستې، چې ټولټال شاوخوا ۳۳۵ میلیون ډالرو پورې رسیدې، په مرسته یې د ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو او کړکیچنو سیمو کې د میندو لپاره حیاتي روغتیایی پاملرنه، د تاوتریخوالي څخه ساتنه، د جنسي تیري درملنه او نور د ژوند ژغورنې پاملرنې چمتو شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي، چې د امریکا د مرستو کمښت به په ټوله نړۍ کې پر ښځو او نجونو ویجاړونکې اغیزې ولري.