اطلاعات روز: بغلان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې دغلته د کرکر د ډبرو سکرو کان د یوه تونل نړېدو له امله شپږ کان کیندونکي مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
تېره ورځ (سې شنبه، ۳۱ د چنګاښ) مازدیګر مهال په دغه کان کې د چاودنې خبر ورکړل شوی و.
د شمال ډبرو سکرو شرکت رییس عبدالله حمید ویلي، چې دا پیښه د کان په درېیم تونل کې رامنځته شوې.
د هغه د ادعا له مخې، چې د ژغورنې ټیمونه په وخت سیمې ته رسیدلي او مړه او ټپیان د بغلان ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
په همدې حال کې بیا طالب چارواکو ویلي، چې یاده سیمه کې د ډبرو سکرو کان یوه برخه په «ناڅاپي» ډول نړیدلې او دوی د پیښې د علت معلومولو په اړه څیړنې روانې کړې دي.
په تیرو وختونو کې هم ورته پیښو د کان کیندونکو ژوند اخیستی، خو د کارګرو د خوندیتوب لپاره تر دې دمه کوم د پام وړ ګام نه دی پورته شوی.
د کانونو غیر معیاري استخراج او د خوندیتوب تدابیرو نشتوالی د دې پیښو اصلي عوامل بلل کېږي.