اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ د برق نیولو له امله مړه شوې ده.
د شبیر احمد په نوم د مړې شوې نجلۍ د کورنۍ یو غړی وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۵ د زمري) د جلال اباد ښار څلورمې ناحېې اړوند «انګور» باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره یاده نجلۍ په خپل کور کې د برېښنا له شارټ شوي مزي سره د لګېدو پر مهال برق نیولي او مړه شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د شازیه په نامه مړې شوې نجلې تر لسم ټولګي زده کړې وې او په اصل د کامې ولسوالۍ د بازیدخېلو قریې اوسېدونکي وه، چې له څه مودې راهېسې یې له خپلې کورنۍ سره جلال اباد ښار ته کډه شوې وه.
له دې څه موده وړاندې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې هم یو ځوان برق نیولی او مړ شوی و.
له برېښنا سره د خلکو بې احتیاطي او د برېښنا مسوولینو له لوري د برېښنایي وسایلو په رغولو کې ناغېړي هغه لاملونه دي چې له امله یې ډېر کله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.