close

د وچکالۍ پراختیا؛ ننګرهار او لغمان کې د اوبو څاه ګانې وچې شوي او فصلونه له منځه تللي

په دې وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د دوامدارې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د هیواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورنۍ اړې شوي چې خپل د زېږېدو ځای پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

ننګرهار او لغمان هم له دغو ولایتونو دي، چې ګڼ شمېر کروندګر او مالداران اړ شوي خپل د زېږېدو ځای پرېږدي او نورو سیمو ته بېځایه شي، چېرته چې دوی له کرنې او مالدارۍ پرته نورو کسبونو ته مخه کړې.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي بختیار وایي، ښاریان د خپلو نورو ورځنیو ستونزو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ منفي اغېزې هم زغمي او پرله‌پسې وچکالۍ تجربه کوي.

د نوموړي په خبره د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو څاګانو کې د اوبو کچه په بې ساري ډول مخ په ټېټېدو ده او آن په ځینو سیمو کې د اوبو څاه‌ګانې د وچېدو په حال کې دي.

بختیار وویل: «په جلال اباد ښار کې زیاتره کورنۍ د اوبو نشتون له امله اړ شوي، چې په یو کور کې دوه یا درې ځایه بورینګ څاه ووهي، خو بیا هم په سل مترۍ کې اوبه نه ورکوي د ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټېټه شوې او دا حالت ورځ تربلې ځکه خرابیږي چې د وضیعت د کنټرول لپاره هیڅ نشته.»

د ننګرهار اوسیدونکي وایي، د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کې ورځ تر بلې اوبه ښکته ځي او دوی مجبور دي چې یا سیمه پریږدي او خپلې څاه ګانې ژورې کړي

د چپرهار یوشمېر اوسېدونکي چې روانې وچکالي ته اندېښمن دي، وايي ګڼ‌شمېر بزګرانو د خپلو کښتونو د خړوبولو لپاره لمریزې او جنراتوري برېښنا ته مخه کړې چې پرمټ یې، له ژورو څاه ګانو اوبه راوباسي.

د دغې ولسوالۍ د «غلام ډاک» سیمې اوسېدونکی محمد جان وایي، د اوبو سطحې ټيټېدو له امله یې سیمو کې چینې، څاګانې او کاریزونه وچ شوي چې خلک د څښاک اوبو له ستونزې سره مخ دي.

د هغه په وینا په دې سیمه کې چې دا مهال سلګونه کورنۍ پکې اوسیږي، يوازیني څو کاريزونه چې ټولو ترې د څښاک اوبو لپاره استفاده کوله اوس وچ شوي دي. نوموړی زیاتوي د دوامداره وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د دې ولسوالۍ له مختلفو سیمو سلګونه کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

محمد جان وویل: «په چپرهار ولسوالۍ کې کارېزونه، چېنې او څاه ګانې وچې شوي، حتا خلک له ځینو کلیو نورو سیمو ته بېځایه شوي، وچکالي ورځ تربلې زیاتېږي د اوبو د کموالي له امله سږ کال زیاتره خلکو فصلونه هم نه دي کرلي او که چا کرلي وي، نو د اوبو کمښت له امله وچ شوي ځکه اوبه د څښاک لپاره بسنه نه کوي نو فصلونو د خړوبولو لپاره خو بیخي کمې دي.»

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د «شیخ مصري» سیمې اوسېدونکی حسام الدین وایي، ځينو کورنيو چې په سل مترۍ کې خپلې څاګانې وهلې وې، هغه هم وچې شوې دي.

نوموړی وايي، که مسوولې ادارې او همکارې موسېسې د اوبو ساتنې لپاره چک‌ډیمونه جوړ کړي، څو دوی د اوبو د کمښت پر وخت ترې استفاده وکړي او وبه کولای شي له کرنیزو ځمکو د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي.

حسام الدین زیاتوي: «وچکالي ورځ تربلې زیاتېږي ځکه د ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټېټیږي او بارانونه کم کېږي، څو کلونه وړاندې دا ستونزه نه وه، خو په دې وروستیو څلورو کلونو کې د وچکالۍ ستونزه اوج ته رسېدلې؛ چې له امله یې د خلکو ژوند تریخ شوی که چېرې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره مسوولې ادارې لازم اقدامات ونه کړي نو دا وضیعت به لاپسې خراب شي.»

د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې د اوبو نشتون له کبله فصلونه سوځیدلي دي

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی نادر خان چې وروستیو وچکالیو او د اوبو کمښت له امله یې کامې ولسوالۍ ته کډه کړی، وایي سږ کال د وچکالي او اوبو نشتون له کبله د غنمو او جوارو فصلونه سوځیدلي او په سلګونو جریبه ځمکه د اوبو د نشتون له امله بې کرکیلې پاتې شوې.

هغه زیاتوي د پرله‌پسې وچکاليو له امله د کرنيزو محصولاتو حاصلات په بې‌ساري ډول کم شوي دي او که پخوا به يې له يوه من غنمو  څخه تر ۲۵ منه حاصل ترلاسه کاوه، خو اوس دا شمېر ۲ منو ته راښکته شوې ده.

د هغه په خبره د ننګرهار له نورو ولسوالیو سربېره په ګوشتې ولسوالۍ هم وچکالي په یو ناورین بدلېدونکې ده او حتا په ځینو سیمو کې کرل شوي فصلونه د اوبو نشتون له کبله سوځیدلي دي.

نادرخان زیاتوي: «فصل د اوبو شی دی که اوبه نه وي نو هیڅ ژوند نه کېږي همدا لامل و، چې زه له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره کامې ولسوالۍ ته راکډه شوم او دلته دوکانداري کوم؛ په ګوشتې ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ځمکې د پخوا په شان حاصل نه ورکوي او زیاتره وخت بزګران له مالي زیان سره مخ وي تر اوسه د وچکالۍ د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی چې له امله یې د اوبو سطحه کمېږي.»

کروندګر د وچکالۍ د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي

له دې سربېره وچکالي او اقلیمي بدلونونو نه یوازې د ننګرهار خلک، بلکې د لغمان مرکز او ولسوالۍ هم ګواښلي دي. د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی عمران وایي، د څښاک پاکو اوبو ته د لاس ‌رسي په برخه کې د خلکو ستونزې ورځ تر بلې پراخېږي.‎

نوموړی وایي، پخوا یې په سیمه کې تر ځمکې شپږ متره لاندې هم اوبه لرلې، خو اوس په ۱۰۰ مترۍ کې هم د اوبو درک نه ‌شته.

عمران زیاتوي: «پخوا که په نورو سیمو کې اوبه نه وې نو خلک به لغمان ته راتلل، خو اوس دلته هم د ځمکې لاندې د اوبو سطحه ورځ تربلې ټېټیږي او لامل یې وچکالي، د بارانونو نشتون او دغه په خپل سري ډول د ژورو څاه ګانو وهل دي چې له امله یې ورځ تربلې اوبه کمېږي.»

د دغه ولایت د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد هلال د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه د اوبو د مدیریت لپاره د حل‌لارو غوښتنه کوي او وايي، چې د وچکالیو دوام او د خلکو له لوري د اوبو بې‌ځایه استعمال به د اوبو د کمښت ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

محمد هلال زیاته کړه: «بارانونه نشته په څاه ګانو کې اوبه وچې شوي، په ځمکو مو کرل شوي فصلونه سوځیدلي او په ونو کې مېوې د اوبو نشتون له امله خرابې شوي، هغه کارېزونه، چینې او څاه ګانې چې موږ د اړتیاوو لپاره کېندلي اوبه نه‌لري د اوبو کچه ټیټه شوې ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

بل‌خوا د کرنې چارو کارپوهان د کرنیزو محصولاتو لپاره د اورښت پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، که د اورښت کچه د  ۵۰ ملي مترو څخه  ټیټه وي، نو حتما به یې په کرنه منفې اغېزې ډېرې وي.

د کرنېرو چارو کارپوه حمیدالله ذکي وایي، د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ د سیندونو له سطحې لوړې او ریګ لري او زیاتو اوبو ته اړتیا لري چې له امله یې کروندګړ له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره ځینې کړنلارې مهمې بولي او ټینګار کوي، چې د اوبو له بېځایه مصرف څخه مخنیوی، د عصري اوبه‌لګولو سیسټمونو کارول، او د چېکډېمونو جوړول تر یوې اندازې د اوبو سرچینې پیاوړې کولی شي.

ذکي زیاتوي: «خلک باید د اوبو په اهمیت وپوهیږي او په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي، دغه راز د بېځایه اوبو مخنیوی وشي او د دې لپاره د قطره یي سیستم ډېر ښه دی، دغه راز سېلابي او باراني اوبه باید د چکډېمونو په وسېله مهار شي، د خپل سرو ژورو څاه ګانو مخنیوی باید وشي په خاص ډول هغه اوبه چې د برېښنا په وسیله له څاه را وېستل کېږي که دا کار وشي، نو د اوبو ستونزه حل کېږي.»

خلک وایي، که وچکالي په همدې توګه دوام وکړي، نو راتلونکي کې به هیڅ فصل ونه لري

له دې سره هم‌مهاله د ننګرهار د کرنې، اوبو ‌لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني هم وایي، چې وچکالي او اقلیمي بدلونونو د کرنې او مالدارۍ پر سکتور منفي اغېز کړی او په ځينو سیمو کې یې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه کولو ته اړې کړي دي.

سبحاني وویل: «وچکالۍ د ننګرهار ګوشته، چپرهار، کوټ، بټي کوټ، دور بابا، شینواري، مومندره، سره رود او ځینې نورې ولسوالۍ ځپلي او هلته یې پر فصلونو منفي اغېز کړی او دغه راز له یادو ولسوالیو ځینې کورنۍ د وچکالۍ له امله نورو سیمو ته بېځایه شوي؛ خو مونږ هڅه کې یو چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره کار وکړو او په همدې موخه ځینو ولسوالیو کې چکډېمونه جوړ شوي او په ځينو یې کار روان دی تمه لرو چې په دې سره به د اوبو د کموالي ستونزه یو څه حل شي.»

ننګرهار او لغمان چې د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه دی، شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. پرله‌پسې وچکالي، د اوبو نشتوالی او نباتي افتونو د دغه ولایت بزګران له مهمو ننګونو څخه دي چې دا مهال ورسره مخامخ دي.

د اوبو سطحې ټېټېدل د هېواد په کچه يوه له لويو ننګونو شمېرل کېږي چې د اوبو برخې کارپوهانو په اند، که د کنټرول لپاره يې د طالبانو حکومت او نور بنسټونه لاس په کار نه شي، خلک به جدي ستونزو سره مخ شي.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له جدي اغېزو سره مخ دی چې پکې د بارانونو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او ناڅاپي سېلابونه شامل دي.

د دغو ننګونو پر وړاندې مبارزه، د اوبو د منابعو سم مدیریت، سپما او د کرنې او مالدارۍ د نوې طریقې تطبیق ته اړتیا لري.