د تېر جمهوري نظام له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وورسته دغه ډلې، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او په پوهنتونونو او روغتیایي انسټيټیونو کې د نجونو او ښځو پر تحصیل بندیز لګولی، چې له مخې يې میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
د نجونو پر زده کړو د بندېز له امله په خصوصي پوهنتونونو او د طب په برخه کې د نېمه عالي زده کړو په مرکزونو کې د نویو محصلانو د جذب کچه نېم په نېمه راکمه شوې، چې دې حالت خصوصي پوهنتونونه له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ کړي دي.
په ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون مطبوعاتي مسوول سمیع الحق وایي، په تېرو څو لسیزو کې د هیواد له نورو ولایتونو سربېره ننګرهار د لوړو زدکړو په برخه د خصوصي بنسټونو د چټکې ودې شاهد و، خو دا بهیر د نجونو پر زده کړو له بندېز را وروسته ټکنی شوی دی.
نوموړی روان حالت اندېښمنونکی بولي او وېره لري، چې که دغه حالت دوام وکړي په ننګرهار کې به شته پوهنتونونه او روغتیایي علومو مرکزونه وتړل شي.
سمیع الحق وویل: «د پخوا په څېر زده کوونکي لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي، ځکه د طالب چارواکو ځېنو بې ځایه څرګندونو ځوانان یو ډول ناهیلې کړي؛ دغه راز د نجونو پر زده کړو د بندېز له امله زمونږ د نویو محصلانو شمېر بیخي راکم شوی او حتا ډېر کله پوهنتون خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای که چېرې نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شي او دغه راز د طالبانو حکومت ځوانانو ته په ادارو کې د دندې موقع ورنه کړي، نو دا حالت به لاپسې خراب او پوهنتونونه به سقوط شي.»
په ننګرهار د یو بل خصوصي پوهنتون مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي چې د محصلینو د کمښت له امله یې یو شمېر پوهنځي تړلي او دغه راز یې د پخوا په پرتله د ځېنو پوهنځیو فیسونه هم تر نیمایي ډېر راکم کړي دي.
د نوموړي په خبره د محصلانو کمښت او د فیسونو کمېدو چارې خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره هم مخ کړي او یو شمېر یې لا د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره د طالبانو له حکومت غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو مالي ملاتړ وکړي او له سقوط څخه یې وژغوري.
نوموړی وايي، چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې ۸۰ سلنه زدهکړیالان له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاتوي: «پخوا مو اقتصاد، حقوق، انجینرۍ، ژورنالېزم او کمپوټر ساینس پوهنځي درلودل چې د هر پوهنځي لپاره به سلګونه ځوانانو نوملیکنه کوله او زمونږ د پوهنتون د محصلانو شمېر نږدې ۲۵۰۰ محصلانو ته رسېده چې نږدې ۸۰۰ یې نجونې وې؛ خو په تېرو دریو کلونو کې دا کچه ۸۰۰ محصلانو ته راکمه شوې او همدارنګه د ژورنالېزم پوهنځی مو د محصلانو د نشتون له امله تړلی او په نورو پوهنځیو کې هم د محصلانو کچه کال په کال کمېږي نو که دا وضیعت دوام کوي، حتما به خصوصي پوهنتونونه تړل کېږي نو لازمه ده چې طالبان باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي چې دا ستونزه حل شي.»
په ورته مهال ننګرهار کې د یو روغتیایي انسټیټیوټ مسوول ډاکتر ضیاالله وایي، له کله راهیسې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په افغانستان کې د نجونو په نیمه عالي طبي زده کړو بندیز لګولی، نو له دې پرېکړه سره په ټول هېواد کې زرګونه ښځینه زده کړیالانې بې برخلیکه شوې دي.
د هغه په وینا اوسمهال د محصلانو د جذب پروسه د تېرو کلونو په پرتله په ټپه درېدلې، چې له امله یې د نیمه عالي طبي انسټېټیونه د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي او پاتې هغه یې هم مخ په زاوال دي.
د هغه په خبره په خصوصي پوهنتونونو او انسټیټیونو کې تر نیمایي نجونو زدهکړې کولې چې د هغوی پر زده کړو بندیز دوی دغو محصلینونو د شمېر کمېدو لومړی ستر لامل و.
ډاکتر ضیاالله زیاته کړه: «زمونږ انسټیټیوټ پخوا د نرسنګ، فارمسۍ، قابلګۍ او طبي ټکنالوژۍ برخه کې محصلین درلودل، البته د ښځينه محصلانو شمېر خو هغه وخت کم شو کله چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې شوې، خو بیا هم هیلې مو وې چې له دولسم ټولګیو فارغې نجونې به زده کړې کوي؛ خو له څه کم یو کال راهیسې چې نجونو هم په روغتیایي برخه کې له زده کړو محرومې شوي نو زمونږ د قابلګۍ څانګه تړل شوې او دغه راز په نورو څانګو کې هم نیم په نیمه د محصلانو شمېر کم شوی ځکه هر څانګه کې مونږ تر له ۵ تر ۸ ښځینه زده کوونکې درلودې.»
نوموړی زیاتوي، چې نه یوازې یې د پخوا په پرتله د نویو محصلانو د جذب پروسه ورو شوې، بلکې ګڼو محصلینو یې د اقتصادي ستونزو، د ځوانانو ناڅرګند برخلیک، کډوالي او د ځینو طالب چارواکو د بېځایه څرګندونو له امله په نیمايي کې زدهکړې هم پرې اېښې دي.
هغه وویل: «زیاتره ځوانان ناهیلي شوي ځکه دوی په خپله وایي، چې دا زده کړې مو په درد نه خوري او کاش! له دیني مدرسې فارغ وای؛ چې اوس مو دنده درلوده دغه راز د زیاتره خلکو اقتصاد خراب شوی چې د ډوډۍ لپاره پېسې نه لري نو هغوی به یې د فیس لپاره له کومه کړي.»
بلخوا د ننګرهار په خصوصي پوهنتونونو کې استادان هم دا وېره لري که د محصلینو د کمښت ستونزه دوام وکړي، ښایي ډېری پوهنځي وتړل شي او له امله به یې دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د یو خصوصي پوهنتون استاد سید جمال همدرد وایي، چې د محصلینو د جذب د کمېدو له امله زیاتره پوهنتونونو د استادانو معاشونه راکم کړي او د مسلکي استادانو پر ځای یې د کم معاش په بدل کې غیر مسلکي کسان ګمارلي دي.
همدرد زیاتوي: «د محصلینو کمښت په پوهنتونونو کې دا یو ستر بحران دی او کابو کول یې ځکه سخته خبره ده چې په تېرو څو کلونو کې ځوانان بېخي له زده کړو زړه توري شوي، د محصلینو د کموالي له امله په پوهنتونونو کې تدریسي بهیر ټکنی او غیر مسلکي شوی؛ ځکه که یو مسلکي استاد له پوهنتون شل زره افغانۍ معاش اخلي، خو بل غیر مسلکي یې په لس افغانۍ ګمارلی وي چې دا حالت د ځوانانو راتلوونکی ګواښي او کم ظرفیته او نامسلکي ځوانان ټولنې ته وړاندې کوي.»
مونږ د دې راپور د چمتو کولو پر مهال له یو شمېر محصلینو سره د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسېسو د محصلینو د شمېر کمېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
خالده حقمل د جلال اباد ښار اوسېدونکې ده، وايي د خوښې وړ پوهنځی یې د حقوقو او سیاسي علومو و، خو پر زده کړو یې د طالبانو د بندیز له امله د لوړو زده کړو هیلې نېمګړې پاتې شوې او ویې نشو کولی تحصیل ته دوام ورکړي.
حقمل زیاتوي: «زه په ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د درېیم کال محصله وم، چې حکومت بدل شو او طالبانو نجونې له زده کړو منع کړې نو زده کړې یې په نیمایي کې پاتې شوې؛ له کله راهیسې چې په کور شوې یم ځان نیمګړی احساسوم او په رواني ناروغۍ اخته شوې یم کورنۍ مې راته ډېره تسلي راکوي، خو زما زړه یې نه مني.»
د وفیع الله قانع په نامه یو بل محصل وايي، د هغه په ګډون زیاتره ځوانان د اقتصادي ستونزو او پر راتلونکي نه باور له امله د لوړو زده کړو پرېښودو ته اړ کړي.
قانع زیاته کړه: «ځوانان ناهیلې شوي ځکه طالبان اوس عصري لوړو زده کړو ته ارزښت نه ورکوي او د دیني مدرسو شاګردانو ته ډېر ارزښت او دندې ورکوي، نو همدا لامل دی چې ځوانانو زده کړې پرېیښې چې له امله یې نه یوازې ځوانان له زده کړو محروم شوي بلکې د خصوصي پوهنتونونو په اقتصادي وضعیت یې هم منفي اغېزې کړي دي.»
اخوا د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول محمد کریم ناصري هم مني، چې د نویو محصلینو شمېر تېر ته په کتو په بې ساري ډول را کم شوی دی او دې حالت د خصوصي پوهنتونونو په اقتصادي وضیعت ناوړه اغېزه کړې ده.
ناصري وویل: «په خصوصي پوهنتونونو او نیمه عالي زده کړو مرکزونو کې د د نویو محصلینو جذب د ۶۰ او ۷۰ سلنې په شاوخوا کې کم شوی او دا که دوام وکړي نو وېره شته چې ګڼ خصوصي تعلیمي ادارې به وتړل شي، ځکه زیاتره کورنۍ اقتصادي ستونزې لري او که پخوا به یو ځوان نیمه ورځ مزدوري کوله او نیمه ورځ به یې پوهنتون کې زده کړې کولې اوس هم کم شوي نو همدا لامل دی چې د پوهنتونونو روان وضیعت یې اندېښمن کړی په کار ده جې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.»
په ورته مهال د طالبانو تر ولکې لاندې د لوړو زده کړو وزارت ویاند روح الله روحاني هم مني، چې په دې وروستیو دوو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله له ۳۰ ډېر د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونه تړل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې اوسمهال ټول ټال په افغانستان کې ۱۱۰ د لوړو زدهکړو خصوصي بنسټونه او پوهنتونه فعال دي او دوی یې یوازې د یوولسو پوهنتونونو او موسېسو جوازونه لغوه کړي چې دی یې لامل د کیفیت ټيټوالی وو.
روحاني وویل: «دا مهال په ټول افغانستان کې مونږ ۱۱۰ خصوصي پوهنتونونه او موسېسې فعالیت کوي، چې د دوی له جملې د یوولسو خصوصي پوهنتونونه د ټېټ کیفیت له امله تړل شوي، خو د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو سره همکاري لري او ډېر ټينګار مو پر کیفیت دی.»
د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د بندیز ۱۴ سوه ورځې پوره شوې، په دې موده کې د ډېرو نجونو د زده کړو موکې وسوځېدې، هغوی چې وس یې درلود کډوالۍ ته یې مخه کړه او ځینو چې بله چاره نه درلوده د طالبانو حکومت امر ثاني ته یې دومره ورځې انتظار وکړ، هغه انتظار چې پای څرګند نه دی.
د یادونې وړ ده، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو هم ګڼشمېر ځوانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړې وه، خو اوس اندېښنې دا دي، که یاد خصوصي پوهنتونونه وتړل شي، د لوړو زدهکړو پر بهیر به ناوړې اغېزې وکړي.