close

زندۍ، وژنه او لوږه؛ د طالبانو په حکومت کې د بې وزلو برخلیک

شمشاد زلمی

منځني عمر یو سړی په ډېرې خواشینې څېره د خپل ژوند د کړاو کیسه کوي، چې له څه ډول اقتصادي ستونزو او د ژوند له نورو ناخوالو سره مخ دی او له دې امله یې ژوند څومره پیکه شوی دی. د ده په ټکو په ژوند کې ورته هیڅ هم خوند نه ورکوي. د نوموړي ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، نوموړی پکې هڅه کوي چې د خپلې ځان وژنې د پرېکړي لامل وښیي. ده دا ویډیو په دې تمه ثبت کړې وه چې که ځان ووژني، نو تر شا به یې خپلوانو او خلکو ته یو وضاحت پرېیښی وي. دا چې نوموړی د خپلې کورنۍ په هڅو وژغورل شو او د بیا ژوند کولو فرصت یې وموند، ښایي نېکمرغه وي چې لا هم د خپلې کورنۍ تر څنګ دی او ژوند کوي. مګر د کوم کړاو له درده چې یې د ځان وژنې پرېکړه کړې وه، ایا هغه هم پای ته ورسېد؟ دا کړاو د بدمرغیو یوه شومه کړۍ ده او هره بدمرغي یې یوه بېله برخه ده او تر څو چې هره برخه په جلا توګه نه وي حل شوې، وضعیت دوام کوي.

هغه کس چې څه موده وړاندې یې د ځان وژنې هڅه کړې وه/ خواله رسنۍ

تقریبا په هره اونۍ کې د ځان وژنو، د غلو له لاسه د وژنو، د خلکو د غربت د کیسو او دردناک ژوند راپورونه ورکول کېږي، خو څوک چې د دې وطن او ملت پر سرچینو او په مالیو واکمن دي، هغوی زیاتره وخت د دې پېښو له منلو هم ډډه کوي او په دې توګه په هیواد کې د غربت، بې وزلۍ او د خلکو پر تریخ ژوند سترګې پټوي. د دې وضعیت دوام ټولنیزه بې عدالتي نوره هم پراخوي، هغه چې د حکومتونو او واکمنو کسانو دنده ده چې باید ټولنیز عدالت تأمین کړي. د حکومتونو د رامنځ ته کېدو له علمي بحثونو یو اخذ دا هم دی چې د ټولنیز عدالت د رامنځ ته کولو په موخه خلکو خپلې ځینې فردي پرېکړي او ازادۍ حکومت ته پرېیښې دي او د همدې ټولنیز تړون له مخې حکومت مسوول دی چې د خلکو خوښې، ژوند او د برابرو فرصتونو رامنځ ته کولو ته پام وکړي او که د دې ټولنیز تړون له مخې خپل دا مسوولیتونه له پامه وغورځوي، نو مشروعیت هم نه لري. د ټولنیز عدالت د تعریف په تړاو د سیاستپوه او فیلسوف جان راولز تیوري ډېره مشهوره ده، نوموړی په دې اند دی چې عدالت هغه وخت تأمین وي چې کله ټول خلک له یو ډول ازادیو برخمن وي، له دولتي موقفونو څخه باید ټول په یو ډول برخمن وي او هر چاته برابر فرصت وي، همدا راز د بنسټیزو موادو په وېش کې نابرابري یوازې هغه وخت د منلو ده چې د ټولنې د ډېري ځپل شوې طبقې په ګټه وي. د نوموړي په اند بنسټیز مواد عاید، شتمني او د نورو شیانو – هغه منابع چې یو څوک ورته د ښه ژوند لپاره اړتیا لري – تر څنګ د شخصیت درناوی دی. د نوموړي په اند لومړی تر دویم او دویم تر درېیم غوره دي او باید په ترتیب یې برابرولو ته پاملرنه وشي. 

همدا راز، د سیاست پوهنې یو بل عالم ډېویډ پایچاود څرګندوي چې لومړنۍ ټولنیزې اړتیاوې – لکه ازادۍ او برابر فرصتونه، عاید او شتمني او په ټولنیزه کچه د شخصیت درناوی – باید په مساوي توګه ووېشل شي، مګر نه هغه وخت چې کله د دې د ځینو او یا هم ټولو نابرابر وېش تر ټولو محرومې طبقې او یا خلګو سره مرسته کوي. 

مګر په افغانستان کې د طالبانو تر واکمني لاندې دا هر څه په ډېر نامساوي شکل وېشل شوي دي. نه یوازې دا چې ډېر اساسي خدمات نه لري، بنسټیزې بشري اړتیاوې یې نه دې پوره بلکې په پراخه کچه یې اساسي حقونه او ازادۍ هم محدودې دي او هره ورځ یې بشري حقونه نقض کېږي. له دې سره-سره، افغانستان د روغتیایي خدماتو د نه لاسرسي، بې وزلۍ، د خوړو د ناامنۍ، بې روزګاۍ او جنسیتي تبعیض په برخه کې له سخت وضعیت سره مخ دی. 

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي سازمان (UNDP) د راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په اپریل-می میاشتو کې خپور شو، په ۲۰۲۴ کال کې ۷۵ سلنه افغانان له داسې بې وزلۍ سره مخ وو چې نه یې شوای کولای خپلې بنسټیزې اړتیاوې لکه کور، روغتیایي خدمات او مناسب ژوند برابر کړي. د دې ادارې په وینا چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې وزلۍ دا کچه شپږ سلنه نوره لوړه شوې ده. له دې سره-سره، دا اداره زیاتوي چې شاوخوا ۹۰ سلنه کورنۍ خپل ورځني لګښتونه او خواړه راکموي. همدارنګه، یوازې د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې په افغانستان کې تر ۴۲۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي او له امله یې په میلیونونو خلګو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی بایللی دی. له دې سره-سره شته کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه د درملو، اکسیجن، روغتیایي کارکوونکو او نورو خدماتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ورته د مراجعه کوونکو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی. همدا راز، په افغانستان کې د لوږې کچه هم ډېره جدي ده او د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې ۹.۵ میلیون وګړي په دې هیواد کې د لوږې له بحراني حالت ( Phase 3) سره مخ وو او شاوخوا یونیم میلیون وګړي په بېړني حالت کې وو ( Phase 4). د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۵ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون تي ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او له بده مرغه دا شمېر مخ پر لوړېدو دی. د ملګرو ملتونو پرمختیایي سازمان (UNDP) ویلي، چې کاري فرصتونه کم دي او یوه پراخه بې‌کاري موجوده ده. په تازه توګه طالبانو هم په هیواد کې د بې‌کارۍ ۲۷ سلنه تایید کړې ده. پر دې سربېره د ملګرو ملتونو پرمختیایي سازمان په کاري ځواک کې د ښځو ونډه یوازې له ۶ تر ۷ سلنې بللې او دا ښیي چې ښځې له عامه ژوند او کاري فرصتونو بې برخې دي. د ملګرو ملتونو د ښځینه جنسیت شاخص (UN Women’s Gender Index 2024) په وینا، افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو لوی جنسیتي واټن لري او د ښځو او نارینه‌وو تر منځ د روغتیا، زده کړو، مالي ادغام او تصمیم نیونې په برخه کې ۷۶ سلنه تفاوت موجود دی. 

په ټولنیزه کچه همدا تفاوتونه او بې انصافۍ دي چې کچه یې مخ پر لوړېدو ده او له امله یې خلک اړ کېږي چې له دې ستونزو د خلاصون په موخه ځان وژنې وکړي، ځینې کسان اړ کېږي چې د یو څه د تر لاسه کولو په موخه غلا وکړي او نور انسانان د خپلې شتمنۍ پر سر ووژني او له امله یې په ټولنه کې ناامني، بې باوري، بدنیتي او انساني کړاو نور هم پراخېږي. مګر د دې پر وړاندې د طالبانو غبرګون دادی چې د ځان وژونکو باید جنازې ونه شي او د یو لړ کمپاینونو له لارې خلکو ته د ځان وژنې دیني حکم تشریح کوي او همدا راز یې پر رسنیو بندیز لګولی چې د دا ډول پېښو راپور ورنه کړي. دا ډله د دې پر ځای چې د ټولنې اصلي ستونزو ته رسیدنه وکړي، خپلې تبعیضي پالیسۍ اصلاح کړي، د واک او سرچینو له انحصاره لاس واخلي او له ولس او نړۍ سره د مثبت تعامل له لارې د شته ستونزو حل ولټوي، خلګ تهدیدوي چې باید له خپلو ستونزو شکایت ونه کړي، رسنۍ ګواښي چې باید د ناامنۍ او ځان وژنو د پېښو راپور ورنه کړي. 

کله چې د دې ټولو ناخوالو یادونه کېږي، طالبان نه یوازې دا چې په دې برخه کې خپله پړه نه مني بلکې د فزیکي امنیت چې هغه هم په فردي کچه له جدي ګواښ سره مخ دی، موضوع وړاندې کوي او وایي، چې په هیواد کې یې جګړه پای ته رسولې ده او خلک باید صرف پر همدې بسنه وکړي او شکر وکاږي. مګر اوس مهال امنیت یوازې د تاوتریخوالي تر نشتون پورې نه دی محدود، بلکې په دې کې ګڼ ابعاد دخیل دي او د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې یې په تعریف کې اقتصاد، خواړه، روغتیا، چاپېریال، شخصي، ټولنیز او سیاسي امنیت داخل کړي دي او نن-سبا حکومتونه د همدې معیار له مخې پوښتل کېږي او د همدې معیار پر اساس باید هغو خلکو ته خدمات وړاندې کړي چې مالیه ترې ټولوي او د هغوی پر مالي منابعو واکمن دي. مګر طالبان د امنیت تعریف یوازې تر فزیکي تاوتریخوالي رالنډوي، نور که په وطن کې خلک له لوږې مري، یا هم له ډېرو ساده ناروغیو او یا هم بې‌کارۍ څخه ځان وژنې کوي، دوی به ورته د اخرت پیغورونه ورکوي او د امنیت (؟!) په ناشکرۍ به یې تورنوي. مګر دا تګلاره د خلکو ستونزې نه حلوي او همدا وجه ده چې په افغانستان کې د ځان وژنو، غلاوو، وژنو او لوږو بدمرغه لړۍ تمېده نه لري او هره ورځ د لسګونو او سلګونو کسانو د ژوند خواږه تروړي. 

سرچینې: 

https://www.washingtonpost.com/world/2025/07/13/afghanistan-usaid-cuts-trump-hospitals-hunger/ 

Social juStice and public policy, Seeking fairness in diverse societies by Gary Craig, Tania Burchardt and David Gordon, The Policy Press, University of Bristol, 2008 

https://www.ipcinfo.org/ipcinfo-website/countries-in-focus-archive/issue-126/en/ 

https://www.wfp.org/countries/afghanistan 

https://www.undp.org/afghanistan/press-releases/afghanistans-fragile-economic-recovery-no-match-subsistence-shortfall-new-report-finds 

https://www.theguardian.com/global-development/2025/apr/03/millions-afghans-left-without-healthcare-usaid-cuts-shut-clinics-malnutrition-measles-malaria-polio-world-health-organization