close
shahrekhabar

د ایران د کورنیو چارو وزیر: تر اوسه مو افغانستان ته شاوخوا یو میلیون کډوال استولي دي

اطلاعات روز: د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې تر اوسه یې د افغانستان له «ناقانونه» دوه میلیون کډوالو څخه یو میلیون بېرته لېږلي دي.

د ایسنا رسنۍ له راپور سره سم، مومني نن (یکشنبه، ۵ د زمري) د ایران د پلاوي د غونډې په څنډو کې ویلي چې د افغانستان کډوال په «بشپړ عزت او درناوي» سره ایستل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې چې له ګاونډیو ولایتونو د طالبانو والیان ایران ته راغلي او «له نژدې یې ولیدل چې دا کار په بشپړ درناوي سره ترسره کېږي.»

سکندر مومني همدا راز ادعا کړې چې تر دې مهاله ۷۰ سلنه افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پرېیښی دی.

مګر له ایرانه ایستل شوي کډوال د ایراني مامورینو له ناسم چلنده شکایت کوي او حتا د ایران په پوځي مرکزونو کې د کډوالو د مرګ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

له دې سره-سره، له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو پر مهال د ګڼو افغانانو د وژنې راپورونه هم ورکول شوي دي.

وروستی راپور دادی چې یوه ځوانه افغانه مېرمن له خپلو درو اولادونو سره په تهران کې تر هغه وروسته وژل شوې چې مېړه یې افغانستان ته لېږل شوی و.