اطلاعات روز: د کندهار پوهنې ریاست سره تړلې باوري سرچینې اطلاعات روز ته تاییدوي چې طالبانو د دې ولایت له بېلابېلو ښوونځیو څخه د ښوونکو د تنقیص پراخ لړلیک ترتیب او له ښوونځیو سره یې شریک کړی دی.
د سرچینو په وینا، یاد جدول نن (دوشنبه، ۶ د زمري) د ښوونځیو له مدیرانو سره شریک شوی چې له مخې یې تر ۳۰۰۰ زیات ښوونکي له دندو منفک شوي او په دې لیست کې د ښځینه ښوونکو ترڅنګ نارینه ښوونکي هم شامل دي.
سرچینو اطلاعات روز ته تایید کړې چې ټول تنقیص شوي ښوونکو د کندهار ښار له ښوونځیو سره تړاو درلود.
د سرچینو په وینا، کندهار ښار ټول شاوخوا شپږ زره د ښوونکو بستونه لري چې اوس مهال یې نیمایي تنقیص شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه اقدام د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د بودیجې د کمښت، تشکیل د تنظیم، یا د اداري اصلاحاتو په نوم توجیه شوی، خو د دې پراخ تنقیص رسمي دلیل تر اوسه نه دی اعلان شوی.
له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ښوونکو او دولتي کارکوونکو تنقیص راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې د ښوونې او روزنې بهیر اغېزمن شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د کار او زدهکړو پر وړاندې پراخ محدودیتونه وضع شوي، چې د نجونو ښوونځیو او ښځینه ښوونکو وضعیت یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.