اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسلوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
یو عیني شاهد اطلاعات روز ته ویلي چې نن (دوشنبه، ۶ د مري) ماسپښین مهال د مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «شیرزي لوبغالي» مخ کې ناپېژانده وسلوال چې په یوه هندي ریکشا کې سپاره وو، پر یوه کس ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.
د نوموړي په وینا، یاد کس هغه مهال د ناپېژانده وسلوالو تر برید لاندې راغی چې غوښتل یې د تفریح لپاره شیرزي لوبغالي ته ولاړ شي.
د سرچینې په وینا، وسلوال کسان تر برید وروسته له سیمې وتښتېدل.
د وژل شوي کس هویت معلوم نه دی او ولسي خلکو یې جسد د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولی دی.
د ننګرهار د امنیې قومنداني لپاره طالب ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم دې ولایت او نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې چې طالب مسوولین یې لامل تر ډېره شخصي دښمني او کورني تاوتریخوالی ښيي.