اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور ۱۱۲ تنه نیول شوي افغان بندیان خوشې او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعات امر قریشي بدلون وایي، چې پاکستاني چارواکو تېره ورځ (سې شنبه، ۷ د زمري) د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۲ افغان بندیان په تورخم کې دوی ته سپارلي دي.
هغه زیاتوي چې یاد کسان له دوو ورځو تر درېيو کلونو پورې په بند کې وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
نوموړی اندېښنه څرګندوي چې ګڼ شمېر افغانان د قانوني اسنادو سره سره د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د پولیسو له لوري نیول کېږي او دا وضیعت ورځ تربلې مخ په ترینګلي کېدو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د پولیسو له لوري، د افغان کډوالو نیول زیات شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له دې وړاندې هم د تورخم او سپین بولدک له لارې سلګونه افغان بندیان طالبانو ته سپارلي وو.