close

ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په غني خېلو او سره رود ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۷ د زمري) د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د موټر سایکل او ویکسار موټر ترمنځ شوې چې پر مهال یې مشهور نعت خوان قاري فضل غني او یو بل کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز یوه بله سرچینه وایي، چې تېر ماښام د سره رود ولسولۍ اړوند «موی مبارک» سیمه کې یوې هندي او اشترینګي ریکشو ټکر کړی چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره ټپیان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي چې ډاکټرانو یې له ډلې د دوو روغتیایي وضیعت نازک ښودلی دی.
د یادو ترافیکي پیښو د لاملونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

بلخوا په دې ورستیو کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي عام خلک اندیښمن کړي او وایي، د طالبانو حکومت دې په دې برخه د پام وړ ګامونه پورته کړي.