اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې طالبانو په وروستیو درو اونیو کې په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیولي دي.
دې مرکز په خپله اعلامیه کې چې پرون (دوشنبه، ۶ د زمري) خپره شوې، ویلي چې دا افراد د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف مامورینو له لوري نیول شوي.
د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې له خولې لیکلي چې د طالبانو استخباراتو د زمري پر دویمه یو خبریال او دوه رسنیز فعالان «نجونو ته د زده کړییزو دورو د جوړولو په تور» نیولي او د هغوی کاري تجهیزات یې ضبط کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې د دې افرادو د نیولو ځای نه دی مشخص شوی او ویل شوي چې هغوی تر نیول کېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو ریاست ته وړل شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د زمري پر لومړۍ نېټه هم یو تن د کابل په «کارته سه» سیمه کې «له هیواده د دباندې خبري ویبپاڼو د طرح کولو او د دې ویبپاڼو د تخنیکي چلونې په تور» د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
دې مرکز د یوه محلي خبریال له خولې راپور ورکړی دی چې دا کس د طالبانو د استخباراتو د ریاست توقیف ځای ته وړل شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې د طالبانو استخباراتو د سرطان/چنګاښ میاشتې پر ۱۶ نېټه د هیواد په یوه ولایت کې یو خبریال د داسې راپور د جوړولو په تور نیولی چې طالبانو ته د تایید وړ نه و.
دې مرکز ویلي چې دا خبریال دوې ورځې وروسته د طالبانو د بندیزونو د مراعتولو په ژمنې او د دوو کسانو په ضمانت خوشي شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د امنیتي مسایلو له وجې د دې خبریالانو او رسنیزو فعالانو هویت او د هغوی د نیول کېدو سیمې نه په ډاګه کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز همدا راز ویلي چې طالبانو د سرطان پر ۲۴ د رسنیزې محتوا د تولیدوونکي شرکت «پیکسل» پر دفتر په کابل کې چاپه وهلې، د دې شرکت مدیر مسوول نوید احمد اصغري او د هغه مرستیال مشتاق احمد حلیمي یې نیولي او د دې دفتر کاري تجهیزات لکه د انځور اخیستنې دوربینونه، کمپیوټرونه او د اطلاعاتو زېرمه یې هم له ځان سره وړي.
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې افرادو نیونه تایید کړې او ویلي یې دې چې هغوی یې د سریالونو د دوبله کولو او د غربي کلتور او مفکورې د ترویج په تور نیولي دي.
دې وزارت همدا راز د یوه نیول شوي کس ویډیویي اعتراف هم خپور کړی دی، مګر معلومه نه ده چې دا ویډیو په کومو شرایطو کې ترې ثبت شوې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیونې نوې څپه غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې د رسنیو ازادۍ ته د درناوي تر څګ دې وروستي نیول شوي خبریالانو او رسنیز فعالان او نور خبریالان له زندانه خوشي کړي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د رسنیو خبریالانو او رسنیز کارکوونکي نیولي او زنداني کړي دي.
دې ډلې همدا راز د رسنیو پر دفتر څو ځلې هجوم ور وړی او هغه یې تړلي او تجهیزات یې ترې ضبط کړي دي.