اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د افغان وګړو د پناه غوښتنې کارتونه (پي او آر) دې تمدید کړي او هغوی دې نه وباسي.
دې سازمان نن (پنجشنبه، ۹ د زمري) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې د «پي او آر» د کارتونو د نه تمدید مطلب دادی چې په پاکستان کې ۱.۴ میلیون کډوال به په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.
د دې کارتونو د اعتبار موده د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۳۰ پای ته رسېږي. د یوې میاشتې له تېرېدو سره-سره، د پاکستان دولت تر اوسه د دې کارتونو د تمدید یا نه تمدید په اړه پرېکړه نه ده کړې.
په عین مهال کې د کډوالو د ځورونې، نیونې او شړنې په اړه ګڼ راپورونه ورکول کېږي.
اوس مهال له ایران او افغانستان څخه د کډوالو د شړنې بهیر دوام لري.
د طالبانو له خپرو کړیو شمېرو سره سم، د تېرو درو میاشتو پر مهال شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره کډوال له ایران څخه په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي دي.
له دې دوو هیوادونو څخه د کډوالو د ایستلو بهیر په داسې مهال کې روان دی چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو دی.