اطلاعات روز: د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمدرضا رادان «ناقانونه بهرني اتباع» مجرمان بللي او ويلي يې دي چې هغوی په ایران کې ځای نه لري.
نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې «قانوني بهرني اتباع زموږ میلمانه دي او ایرانیان هم میلمه پال دي او پولیس دنده لري چې د دوی امنیت تامین کړي».
رادان زیاته کړې، چې د هغه په اند غیرقانوني بهرني وګړي دوه جرمونه کوي؛ هم د خپل هیواد او هم د ایران له قوانینو سرغړونه کوي.
د ایران د پولیسو قومندان څرګنده کړې، چې یاد کسان د دوی په هیواد کې نه ځای لري او نه کولای شي کار وکړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې هر هغه څوک دا ډول کسانو ته دنده یا هم کور کرایه ورکوي د جرم مرتکب کېږي.
رادان ویلي، چې پولیس دنده لري چې غیرقانوني اتباع ونیسي او کمپونو ته یې انتقال کړي.
ایراني کې غیرقانوني اتباع په عمده توګه افغان کډوال او د کار غوښتونکي دي.
ایران د روان کال په پیل کې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی او دا پروسه اسراییل سره د دغه هیواد د جګړې وروسته ګړندۍ شوې.