اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ګران بیه ډبرو په یوه کان کې د چاودنې له کبله یو کان کیندونکی مړ او اووه نور ټپیان شوي دي.
نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وایي، دا پېښه نن (چهارشنبه، ۱۵ د زمري) سهار ۷:۳۰ بجې د دواب ولسوالۍ په ماوې کان کې را منځته شوې.
صمیم زیاتوي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې کان کیندونکو غوښتل د کان کیندنې لپاره له باروتو ماین جوړ او چاودنه ورکړي چې له وخت مخکې یې چاودنه کړې.
نوموړی زیاتوي چې د پېښې ټپیان د دواب ځایي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په تړاو یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د فریدون صمیم په خبره، د پېښې قربانیان ټول د کونړ د منمرې، ماڼوګي، شیګل او چپې درې ولسوالیو اوسېدونکي دي چې په دواب ولسوالۍ کې پر کان کیندنې بوخت وو.
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې هم د نورستان د دواب ولسوالۍ په ماوې کان کې د سورنګ د چاودنې له امله دوه کان کیندونکي سخت ټپیان شوي وو.