اطلاعات روز: په کندهار کې یوه سرچینه وایي چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې یو ٤٥ کلن سړی د خپلو ملګرو له خوا په چړو وهل شوي او وژل شوي دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا پیښه تېره شپه (پنجشنبه، ۱۶ د زمري)د عینو مینې پر ٢٣ سړک شوې ده.
سرچینه وایي چې د دوست محمد قریشي په نوم دې کس کندهار کې د تعمیراتو رنګولو کاروبار کاوه.
د سرچینې په وینا، نوموړی د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی و.
سرچینه ویلي چې له وژل شوي کس څخه یې ملګرو څه اندازه پیسې هم وړې دي.
تر اوسه په کندهار ښار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د دې پېښې په اړه څه نه دې ویلي.